کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٥٦مه لوبه: حېدراباد د ممبۍ پر وړاندې، نن به د حېدراباد او کلکتې د قسمت پرېکړه وشي
ډيويډ وارنر او کيرون پولارډ

اى پي ايل ٥٦مه لوبه: حېدراباد د ممبۍ پر وړاندې، نن به د حېدراباد او کلکتې د قسمت پرېکړه وشي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې دا لوبه به نن د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو د مخکې تګ پرېکړه وکړي.

نننۍ لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

ممبۍ انډينز، ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې د پلى اف پړاو سياليو ته تللي دي، همدا راز راجستان رايلز، چيناى سوپر کنګز او کنګز اليون پنجاب لوبډلې بيا له سياليو څخه بهر شوي دي.

کلکته نايټ رايډرز د ١٤ نومرو سره څلورم او سنرايزرز حېدراباد د ١٢ نومرو سره پنځم مقام کې قرار لري، دا لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه ده.

که چېرته سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ستر توپير د ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ١٤ نومرو سره په نېټ رن رېټ کې هم له کلکتې څخه مخکې شوه، نو څلورمه لوبډله به وي چې پلى اف پړاو ته به لاړه شي.

همدا راز که يې ماتې وخوړه، خو له بهر به شي او کلکته به پلى اف پړاو ته لاړه شي، که چېرته يې نېټ رن رېټ کم و، هم د کلکتې لوبډلې د پلى اف پړاو سياليو ته د تګ چانس ډېر دى.

سنرايزرز حېدراباد په وروستيو دوه لوبو کې دوه مخکښو لوبډلو ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ته ماتې ورکړې دي، همدا راز ممبۍ انډينز لوبډلې هم په وروستيو دوه لوبو کې رايل چېلنجرز بېنګلور او ډيلي کاپيټلز ته ماتې ورکړې دي.

نن ښايي د دواړو لوبډلو ترمنځ زبردسته او په زړه پورې لوبه ترسره شي.

احتمالي نوملړونه:

ممبۍ انډينز: ايشان کشن (ويکټ ساتونکى)، کوانټين ډي کوک\کريس لين، سوريا کمار يادو، سوراب تيواري، کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، کرونال پانډيا، ناتن کولټر نيل، جيانت يادو، راهول چاهار، ټرينټ بولټ\مچل مک کلينغن او جسپريت بومرا\داوال کلکرني.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، وريديمان ساها (ويکټ ساتونکى)، کين ويليمسن، منيش پانډى، عبدالصمد، ابيشيک شرما، جېسن هولډر، راشد خان، شهباز نديم\خليل احمد، سنديپ شرما او ټي ناټاراجن.

Loading...

دا هم ولولئ

ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز

اى پي ايل: د ډيلي او ممبۍ او بېنګلور او حېدراباد ترمنځ مهمې لوبې ترسره کېږي

نن د اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ …