کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کریس ګیل: زما سفر ختم شو، خو تاسې د ای پي ایل پاتې سیالۍ وګورئ
کريس ګيل (2)

کریس ګیل: زما سفر ختم شو، خو تاسې د ای پي ایل پاتې سیالۍ وګورئ

ویسټ انډیزی چټک توپوهونکی کریس ګیل چې په ای پي ایل کې د کنګز الیون پنجاب لپاره لوبېده، سفر يې پای ته ورسېد، خو هغه له مینه والو غوښتنه کړې چې ای پي ایل دې ګوري.

په “یونیورس باس” مشهور کریس ګیل د شل اوریزو لوبو مخکښ او نومیالی توپوهونکی دی، چې تر ټولو زیاتې منډې يې هم ترلاسه کړي دي.

د کنګز الیون پنجاب لوبډله له مخکې تګ پاتې شوه، چې له دې سره د کریس ګیل سفر هم پای ته ورسېد

کریس ګیل په ټویټ کې له خپلو مینه والو غوښتنه کړې ده، چې په ای پي ایل کې د هغه سفر پای ته ورسېد، خو تاسې د ای پي ایل پاتې لوبې هم وګورئ.


کریس ګیل سږکال د کنګز الیون پنجاب په لومړیو لوبو کې ونه لوبېده، ځکه هغه ناروغ و او ان روغتون ته هم تللی و، په پیل کې د کنګز الیون پنجاب لوبډلې په ۷ لوبو کې یوازې ۱ بریا خپله کړه، خو کله چې کریس ګیل لوبو ته کوز شو، نو پرلپسې ۵ لوبې يې وګټلې.

کریس ګیل د کنګز الیون پنجاب لپاره ۷ لوبې ترسره کړې، چې ۲۸۸ منډې يې ترلاسه کړې. هغه په یوه لوبه کې ۹۹ منډې هم وکړې. د نوموړي اوسط ۴۱.۱۴ او سټرایک رېټ يې ۱۳۷.۱۴ و.

د یادولو وړ ده چې کریس ګیل د ای پي ایل په تاریخ کې ۴۷۷۲ منډې ترلاسه کړې دي، چې ۶ سلیزې او ٣١ پنځوسيزې وهلي دي. د هغه سټرايک رېټ ١٥.١١ دى او په يوه لوبه کې يې ١٧٥ ناسوځېدلې زياتې منډې هم ترلاسه کړې دي.

کريس ګيل همدا راز دا کارنامه هم ترسره کړه، چې لومړى توپوهونکى شو چې په شل اوريزو لوبو کې يې ١٠٠٠ شپږيزې ووهلې، له هغه وروسته په دې برخه کې نور لوبغاړي ډېر شاته دي.

نن د اى پي ايل د ليګ پړاو وروستۍ لوبه د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې د حېدراباد يا کلکتې د پلى اف پړاو سياليو ته د تګ پرېکړه به وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …