کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د کرکټ ښکلې لوبغاړې ايليس پيري ٣٠ کلنه شوه
ايليس پيري

د کرکټ ښکلې لوبغاړې ايليس پيري ٣٠ کلنه شوه

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې مخکښه او ښکلې لوبغاړې ايليس پيري ٣٠ کلنه شوه. نوموړې د نومبر په ٣مه نېټه د اسټراليا په سډني کې زېږېدلې وه.

هغه د اسټراليا په ښځينه لوبډله کې د الراونډرې په توګه لوبېږي، چې په نړيوالو سياليو کې يې ډېرې کارنامې ترسره کړي دي. نوموړې نه يوازې ښه توپوهونکې ده، بلکې ښه توپ اچونکې هم ده.

دا ښي لاسې توپوهونکې په مډل ارډر کې په هر نمبر ښه توپوهنه کولاى شي او همدا راز د توپ اچونې په برخه کې هم کولاى شي چې له لوبغاړو څخه وار پار خطا کړي.

نوموړې نه يوازې دا چې د ښځينه نړيوال شل اوريز جام کې ښې لوبې ترسره کړې دي، بلکې د ښځو نړيوال يو ورځنيو لوبو جام کې هم ښه ځلېدونکې لوبغاړې ده.

نوموړې د اسټراليا لپاره په ٢٠٠٧ کال کې د ١٦ کلونو په عمر لومړۍ لوبه ترسره کړه، نوموړې د اسټراليا لپاره ٨ ټېسټ، ١١٢ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٢٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

په ټېسټ لوبو کې يې ٦٢٤، نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٣٠٢٢ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ١٢١٨ منډې ترلاسه کړې دي، همدا راز په ټېسټ لوبو کې يې ٣١، نړيوالو يو ورځنيو کې ١٥٢ او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ١١٤ لوبغاړې سوځولې دي.

هغې ته که د اسټراليا يوه مخکښه لوبغاړې وويل شي، نو هم بده به نه وي.

ايليس پيري

د ايليس پيري پنځه غوره لوبې:

٢٢\٧ د انګلستان پر وړاندې

په ٢٠١٩ کال کې د اسټراليا او انګلستان ترمنځ لوبه چې اسټراليا ٢٧٠ منډې هدف ټاکلى و، انګلستان ته د ايليس پيري پر وړاندې توپوهنه ډېره ګرانه تمامه شوه. نوموړې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د ٢٢ منډو په بدل کې يې ٧ لوبغاړې وسوځولې او دا يې تر ټولو ښه توپ اچونه وه. د انګلستان لوبډله په ٧٥ منډو وسوځېده او اسټراليا په ١٩٤ منډو بريا خپله کړه.

١١٢ منډې د ويسټ انډيز پر وړاندې

په ٢٠١٩ کې د ويسټ انډيز پر وړاندې اسټراليا لومړى د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې لومړۍ توپوهونکې يې ژر وسوځېده او په دريم نمبر ايليس پيري توپوهنې ته راکوزه شوه. هغې ښه توپوهنه پيل کړه او د ١١٢ منډو په زړه پورې او چټکه توپوهنه يې ترسره کړه. په دغه لوبه کې اسټراليا د ١٥١ منډو په توپير بريا خپله کړه.

٥٩\٣ او ٢١٣ د انګلستان پر وړاندې

په ټېسټ لوبو کې دا د ايليس پيري د الراونډرې په توګه تر ټولو غوره پرفارمنس و. په ٢٠١٧ کال کې له انګلستان سره په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ کې نوموړې ٣ ويکټې ترلاسه کړې او په توپوهنه کې بيا هغې ٢١٣ منډې وکړې. دا لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده.

ايليس پيري

٢٩ ناسوځېدلې او ٢٠\٤ د انګلستان پر وړاندې

اسټراليا په ٢٠٠٧ کال کې د انګلستان پر وړاندې يوازينۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړه. په لوبه کې يې لومړى توپوهنه وکړه، ايليس پيري په وروستيو کې توپوهنې ته راغله او ٢٩ ناسوځېدلې منډې يې وکړې چې د اسټراليا منډې يې ١٢٧ ته ورسولې. په توپ اچونه کې نوموړې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د انګلستان ٤ لوبغاړې يې وسوځولې او اسټراليا دا لوبه په ٢١ منډو وګټله.

Loading...

دا هم ولولئ

ډواين براوو

د براوو ٣٧مه کليزه: يوازينى لوبغاړى چې شل اوريزو لوبو کې يې ٥٠٠ ويکټې اخيستي

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مخکښ الراونډر او د شل اوريزو لوبو يو …