کورپاڼه / روغتيا / د چای د څښلو دا ګټه به مو حتماً خوښه شي
چاى

د چای د څښلو دا ګټه به مو حتماً خوښه شي

مڼې، لوبیا او چای داسې خواړه او څښاک دي، چې د وینې د لوړ فشار په ټیټولو کې دومره اغېزمن ثابتېدلی شي، لکه څومره چې نور روغتیایي خواړه ګټور ګڼل کېږي. دا خبره د یو نوې طبي څېړنې له مخې څرګنده شوه.

د (ساینټیفک رپورټس) په نوم ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې له مخې وموندل شوه، چې په نباتاتو کې د flavonol په نوم ماده شتون لري او همدا ماده د وینې د لوړ فشار په ټیټولو کې خورا مرستندویه ثابتېږي.

د انګلستان د (ریډنگ) پوهنتون په څېړنه کې چې پر ۲۵ زرو کسانو یې ترسره کړې ده او د دوی د خوراک، څښاک او په بدن کې یې د flavonol اندازه د وینې له فشار سره یې پرتله کړه.

په نتیجه کې معلومه شوه، هغه کسان چې د flavonol له مادې څخه یې زیاته ګټه اخیستې وه. د وینې فشار یې ټیټ دی. په څېړنه کې راغلي چې دا ماده د هغه خلکو لپاره ډېره ګټوره ده، چې د وینې لوړ فشار لري.

ویل کېږي، چې د لوړ فشار لرونکي اشخاص په خپل غذایي رژیم کې د مالګې لږ استعمال،  مغزي خواړه او د مېوو څخه ګټه اخلي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه خواړه چې د flavonol ماده ولري، د وینې د شریانونو اړوند ناروغیو خطر کموي. څېړونکي وایي که څه هم ډېر پېچلي عناصر لري، خو بیا هم ډېر ګټور ثابتېدلی شي. دوی زیاتوي چې ممکن د مرګ خطره کمه کړي، خو دومره یې هم نه شي کمولی لکه موږ یې چې فکر کوو.

په څېړنو کې وموندل شوه، هغه خواړه چې په زیاته اندازه flavonol لري، په هغوی کې چای، مڼې او لوبیا د یادولو وړ دي. خو په کافي کې نوموړې ماده په ډېره کمه اندازه شتون لري او پر ځای یې نور انټي اکسایډونه او …مواد  یې په جوړښت کې موجود دي.

یاده دې وي، زیاتره خلک چې کله یې د وینې فشار لوړ شي، روغتون ته ځي، خو د درملو پرته یې هم یو څه خطر کمولی شو، د مثال په ډول د مالګې او بورې کم استعمال، مناسب خواړه، ورزش کول او له ذهني فشاره ځان ساتل. ویل کېږي چې لوړ فشار د انسان خاموش دښمن دی او د بدن د نورو غړو سربېره پښتورګو او سترګو ته سخت تاوان رسوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د زمزم اوبه

د زمزم د اوبو څو څاڅکي مو له ناروغۍ ژغوري

د زمزمو د اوبو په اړه خو بېلابېل مذهبي او تاریخي معلومات ټولو ته ښکاره …