کورپاڼه / بېلا بېل / “بى بي شارک” په يوټيوب تر ټولو زياته کتل شوې ويډيو شوه
بى بي شارک ويډيو

“بى بي شارک” په يوټيوب تر ټولو زياته کتل شوې ويډيو شوه

د ماشومانو لپاره جوړه شوې سندره (بى بي شارک) چې د خوندورې موسيقۍ له امله په ذهن کې پاتې کېږي، په يوټيوب تر ټولو زياته کتل شوې ويډيو شوه.

دا سندره د ماشومانو لپاره د جنوبي کوريا يو شرکت (پنک فونګ) جوړه کړې ده، چې تراوسه پورې له ٧ ميلياردو څخه ډېر ځل کتل شوې ده.

له دې ويډيو څخه مخکې په يوټيوب تر ټولو زياته کتل شوې ويډيو د (ديسپاسيتو) په نوم وه، چې دا يو لاتيني سندرغاړي لويي فونسي ويلې وه.

د دې معنا دا ده چې که چېرته د ماشومانو لپاره جوړه شوې دا سندره (بى بي شارک) ٧.٠٤ ميليارده ځلې په پرلپسې ډول ولګول شي، نو دا به ٣٠ زره او ١٨٧ کاله همداسې چلېږي.

د پنک فونګ په اړه ويل کېږي، چې دوى يوازې له يوټيوب څخه تراوسه پورې ٥.٢ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

د بى بي شارک ويډيو په يوټيوب تر ټولو زيات ځلې کتل کېدو لپاره څلور کاله وخت واخيست، خو دا سندره په اصل کې ډېر مخکې جوړه شوې ده.

ويل کېږي چې دا سندره په امريکا کې په ١٩٧٠ کال کې جوړه شوې ده، همدا راز دا هم ويل کېږي چې دا په ١٩٧٥ کال کې جوړه شوې ده.

همدا راز په نورو ډېرو ژبو کې هم دا سندره ويل شوې ده، خو په دې کې هېڅ سندرې د پنک فونګ د سندرې په څېر بريا نه ده ترلاسه کړې. دا سندره د پنک فونګ لپاره ١٠ کلن کوريايي او امريکايي سندرغاړي هوپ سيګواين ويلې وه، چې په ٢٠١٥ کال کې يوټيوب ته پورته شوې.

د يوټيوب زياتې ليدل شوې ويډيوګانې

دا سندره لومړى په کوريا کې ډېره زياته مشهوره شوه او هلته لويو لويو کنسرټونو کې هم وويل شوه. په روان کال کې پنک فونګ يوه بله ويډيو هم يوټيوب ته اچولې وه چې سرليک يې (بى بي شارک ډانس) ورکړى و، چې دوه ماشومان پکې نڅا کوي.

د ماشومانو له لوري دا سندره بيا بيا کتل، دا کارنامه ترسره کړه چې په يوټيوب کې دا تر ټولو زياته ليدل شوې ويډيو شي.

Loading...

دا هم ولولئ

فشار

آیا په پرلپسې ډول د ذهني فشار ښکار یئ؟ یو سبب یې د ځیرک موبایلونو کارول هم کېداى شي

د شپې دولس بجې دي، اوس غواړئ چې د خوب لپاره تیاری ونیسئ، خو موبایل …