کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو د ښې ساتنې لپاره څو لارښوونې
ويښتان

د ویښتانو د ښې ساتنې لپاره څو لارښوونې

په ژمي کې وچ او ساړه بادونه پر ویښتانو بد تاثیر لرلی شي، چې ویښته کمزوري کوي او له منځه یې وړي. په دې اړه ځینې لارښوونه شته، چې پرې عمل کول د ویښانو د ښې ساتنې په مانا دي.

که چېرې په ژمي کې خپلو ویښتو ته ډېره پاملرنه وکړو، کولی شو چې د کمزوري کېدو او ماتېدو څخه یې وژغورو او ددې لپاره ځینې محصولات هم ګټور ثابتېدلی شي.

روغتیایي کارپوهان وایي، چې بازاري محصولات باید د ویښتانو د غوړ او سپوروالي مطابق وکارول شي او د ژمي په موسم کې باید پټ وساتل شي یا په څه شي وپوښل شي.

راځئ چې د روغتیایي کار کوونکو لخوا ځینې ګټورې لارښوونې ولولو!

په تیلو خپل ویښته ښه مالش کړئ، تر څو ویښان مو نرم واوسي او د کمزورۍ یا وتلو موقع په لاس ور نه شي. په اونۍ کې درې ځلې خپل ویښته په تیلو لکه د بادامو، کوپرې او شړشمو تیلو سره یې غوړ کړئ.

پر ویښتانو مو له مینځلو وروسته Conditioner یا هغه مواد چې ویښتان نرموي استعمال کړئ. یاده دې وي چې د ویښتانو لپاره ښه شامپو هم وکاروئ.

هره ورځ  ویښته مه وینځئ!

ویښتانو مو له مینځلو وروسته پرېږدئ چې خپله وچ شي، پر لندو ویښتانو ږمنځ وهل مو د ویښتانو د کمزوري کېدو او ماتېدو سبب کېږي.

خپلو خوړو ته پاملرنه وکړئ!

که غواړئ چې ویښتان مو خراب یا کمزوري نه شي ۷۰ سلنه ستاسو خوړو پورې اړه لري. نو ددې لپاره چې ویښتان مو ښکلي، قوي او نرم وي هر هغه خواړه چې ګڼې روغتیایي ګټې لري استعمال کړئ یعنې په خپل غذایي رژیم کې پالک، هګۍ، لوبیا، وچې مېوې او پروټین ته ډېر وخت ور کړئ.

د ویښتانو ماسک وکاروئ!

لکه څنګه چې ښه خواړه ستاسې ویښتان دننه پیاوړي کوي، دغه ډول د ویښتانو ماسک کولی شي، چې یې د ښه ښکاره کېدو لامل وګرځي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …