کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / دا کیبورډ یو بشپړ کمپیوټر دى
کيبورډ

دا کیبورډ یو بشپړ کمپیوټر دى

پورته کیبورډ په ځیر وګورئ، آیا ویلی شئ چې کومې ځانګړنې لري؟ که څه هم تاسې به باور ونه کړئ، خو دا یو فعال کمپیوټر دی.

هو، دا په بشپړه توګه فعال کمپیوټر دی، چې د (ریسپبیري پي) په نوم شرکت جوړ کړی دی. نوموړي شرکت خپل لومړنی ماډل کمپیوټر اته نیمه کاله د مخه جوړ کړی و، چې کاروونکي به یو بورډ اخیسته او د خپلو وسایلو او SD کارټ سره به یې نښلوو، چې په همدې توګه یې ترې ګټه اخیسته.

اوس مهال همدې شرکت د ریسپبیري P400 په نوم یو نوی ماډل کمپیوټر معرفي کړی،  چې په کیبورډ کې دننه نصب شوی دی.

دا کیبورډ چې 78 بټنې (keys) لري، یو بشپړ شخصي کمپیوټر دی، چې د اضافي برخو او نښلوونکو په درلودلو کمپیوټر ته د بدلون اړتیا لري.

دا کیبورډي کمپیوټر د بی سي ایم 2711 پروسیسر سره  4 جي بي ریم ، ډویل بینډ وایي فای، بلوتوټ، 5.1 ګیګابایټ ایټرنیټ او 3 USB برخې (2 USB 3.2 او یو USB 2.0) لري.

سربیره پردې 2 مایکرو HDMI، د GPIO پاسنۍ برخه او د مایکرو SD کارډ  یې د اپریټینګ سیستم او حافظې لپاره پکې ځای پر ځای کړي دي.

ویل کېږي چې په دې کمپیوټر کې د کیبورډ کمی دی او د پروسیسر او اړینو شیانو زیاتولو ته اړتیا لري. چې یاد شرکت کولی شي P400 څخه ګټه واخلي، چې د بریښنا رسونې، موس، 16 جي بي مایکرو SD کارډ او د 1M مایکرو HDMI کیبل ځایونه لري.

که څه هم ډیسټاپ کمپیوټر ته ورته دی، خو پرزې یې ترې کمې دي.

د شرکت پر وینا ویل کېږي، تخنیکي زده کړیالان هم کولی شي، چې په ډېرې آسانۍ سره دا ډول کمپیوټر جوړ کړي. شرکت زیاتوي چې د (all in one) دا ډول یې د هغه کسانو لپاره جوړ کړی چې ریسپبیری پي د کمپیوټر په توګه استعمالوي.

ددې ډول کیبورډي کمپیوټر بیه ۷۰ ډالر اعلان شوې، چې په امریکا، انګلستان او فرانسه کې بازارونو ته وړاندې شوي هم دي.

Loading...

دا هم ولولئ

وټساپ

په وټساپ کې دوه نور بدلونونه هم راغلل

د وټساپ کاروونکو لپاره د خوشحالۍ خبر دا دى، چې په وټساپ کې تازه دوه …