کورپاڼه / د لوبو راپورونه / تر زبردستې لوبې وروسته زمبابوې د پاکستان لوبډلې ته په سوپر اور کې ماتې ورکړه
زمبابوې او پاکستان

تر زبردستې لوبې وروسته زمبابوې د پاکستان لوبډلې ته په سوپر اور کې ماتې ورکړه

زمبابوې د پاکستان پر وړاندې په دريمه لوبه کې زبردسته لوبه وړاندې کړه، موزرباني غوره توپ اچونه ترسره کړه او په سوپر اور کې يې زمبابوې ته بريا ورپه برخه کړه.

د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ دريمه يا وروستۍ لوبه د پاکستان په پېنډۍ ښار کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې زمبابوې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

زمبابوې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې سين ويليمس ١١٨ ناسوځېدلې، برينډن ټيلر ٥٦، سکندر رضا ٤٥ او ويسلي ماديوير ٣٣ منډې وکړې.

سين ويليمس

زمبابوې په سر کې ٣ ويکټې له لاسه ورکړې، خو وروسته يې ښه توپوهنه پيل کړه او د پاکستان لوبډلې ته يې ښه هدف وټاکه.

د پاکستان له لوري محمد حسنين په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ١٠ اورونو کې د ٢٦ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ٣ مېډن اورونه يې هم ترسره کړل. دا په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د هغه لومړى ځل دى چې پنځه ويکټې اخلي.

يوه ويکټ بيا وهاب رياض هم ترلاسه کړه.

د ٢٧٩ منډو هدف په تعقيب پاکستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٨ منډې وکړې او له زمبابوې سره يې لوبه مساوي کړه. د پاکستان لپاره بابر اعظم ١٢٥، وهاب رياض ٥٢ او خوشدل شاه ٣٣ منډې وکړې.

بابر اعظم

د زمبابوې له لوري بليسنګ موزرباني زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او ٥ پاکستاني لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ريچارډ نګاروا او او ډونالډ ټريپانو ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې تر مساوي کېدو وروسته لوبه سوپر اور ته لاړه.

سوپر اور:

په سوپر کې د پاکستان له لوري خوشدل او افتخار توپوهنې ته راغلل او موزرباني توپ اچونه ترسره کوله. موزرباني په لومړي توپ افتخار وسوځاوه، په دويم او دريم توپ ١-١ منډه وشوه او په څلورم توپ يې خوشدل شاه هم وسوځاوه.

پاکستان په سوپر اور کې ٢ منډې وکړې او زمبابوې ته يې د ٣ منډو هدف وټاکه. د زمبابوې له لوري ټېلر او رضا توپوهنې ته راغلل او شاهين توپ اچونې ته، چې په درې توپونو يې درې منډې پوره کړې او په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بليسنګ موزرباني ترلاسه کړه، نوموړي په لومړي ځل په نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې پنځه ويکټې ترلاسه کړې. همدا راز په سوپر اور کې هم هغه دوه لوبغاړي وسوځول او زمبابوې يې بيا ته ورسوله.

د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه بابر اعظم ته ورکړل شوه.

نننۍ لوبه په دې هم ډېره په زړه پورې وه، چې دوه لوبغاړو پکې سليزې ووهلې، دوه لوبغاړو پکې ٥-٥ ويکټې ترلاسه کړې او همدا راز سوپر اور هم پکې ترسره شو.

دا د زمبابوې او پاکستان ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو دريمه يا وروستۍ لوبه وه، چې زمبابوې په سوپر اور کې بريا خپله کړه. پاکستان دوه لوبې ګټلې وې او د لوبو لړۍ يې په ٢-١ سره په خپل نوم کړه. دا د سوپر ليګ سيالۍ دي، چې پاکستان ٢٠ او زمبابوې ١٠ نومرې ترلاسه کړې.

خوشدل شاه نن د پاکستان لپاره لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان او زمبابوې ترمنځ به د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ د نومبر په ٧مه نېټه پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

د سټالينز لوبډلې کنډي ټسکرز ته ماتې ورکړه او دريمه بريا يې په خپل نوم کړه

د نوين الحق درې ويکټو هم کنډي ټسکرز له ماتې ونه ژغورله، ټسکرز په توپوهنه …