کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / زوم او سکایپ مو جاسوسي کولی شي
سکايپ او زوم

زوم او سکایپ مو جاسوسي کولی شي

کارپوهان ادعا کوي چې په ویډیو کې د اوږو له حرکتونو، ټایپ شوي ټکي یا جملې په دقیق ډول لوستلي شي.

د کرونا ناروغیو په دوران کې به له سکایپ او زوم ویډیو کانفرانسونو سره اشنا شوي یئ او په همدې دوران کې به مو له نورو انټرنیټي ویب سایډونو او اپلیکیشنونو څخه ګټه اخیستي او فاسورډ به مو ور کړی وي. خو اوس هیکران کولی شي، چې د اوږو له حرکتونو ټایپ شوي توري یا جملې وپېژني. چې دا خبر د امریکا د ټیکساس ایالات د اوکلاهوما پوهنتون لخوا تایید او د ورته کړنې په کولو سره یې ټول حیران کړي هم دي.

کارپوهان وايي، دوی په ویډیو کې د یو کس په لېدو کولی شي، ووایي چې دا کس څه لیکي. نو په سکایپ، زوم او نورو اپلیکیشنو کې لیکل کړل او پر هغې پوهېدل مشکل کار نه دی او له همدې لارې یو څوک کولی شي چې مالومات یا ډیټا، د ایمیل فاسورډ او د بانکي حساب په اړه معلومات ترلاسه کړي.

که څه هم په ویډیو کې به لاسونه یا د لاس ګوتې نه ښکاري، خو کارپوهان کولی شي چې د اوږو له حرکتونو ستاسو په لیکلو وپوهېږي.

د ټیکساس پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد (مرتضی جادلي والا) وایي، چې د کرونا ناروغۍ په دوران کې ویډیو کالونه ډېر شوی دی او له اوږو څخه د لیکلو معلومول رښتیا هم د اندېښنې وړ خبره ده.

په زړه پورې خبره دا ده، چې موږ کولی شو دا حرکتونه په ویډیو کې د پکسل په ذریعه معلوم کړو. مثلاً، کله چې لاسونو ته حرکت ور کوو، نو پکسل یې راته ښایي، چې لاسونه مو کوم طرف ته حرکت کوي. د مثال په ډول کله چې Cat لیکو نو له C وروسته چې A لیکو نو لویدیځ ته او چې T لیکو بېرته ختیځ ته حرکت کوو. اوس په همدې موخه چې د حرکتونو له مخې توري وپېژندل شي، سافتویر هم جوړ شوی او په همدې توګه د اوږو له حرکتونو، ټایپ شوي توري ښه پېژندل کېږي، چې ۷۵ سلنه په دفتر او هغه کسان چې په کور کې کار کوي ۶۶ سلنه تجربې پرې بریالۍ شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

منډه

داسې اپليکېشن چې له (ړندو) سره د ځغاستې يا منډې پر مهال مرسته کوي

په يوويشتمه پېړۍ کې ټېکنالوژۍ ډېر پرمختګ وکړ او بيا د انټرنېټ د چټک پرمختګ …