کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د وارنر او ساها کمالي توپوهنه، حېدراباد ستره بريا خپله کړه او پلى اف پړاو ته لاړه
سنرايزرز حېدراباد

د وارنر او ساها کمالي توپوهنه، حېدراباد ستره بريا خپله کړه او پلى اف پړاو ته لاړه

د ممبۍ انډينز له لوري ورکړل شوى هدف ډيويډ وارنر او وريديمان ساها په خپله زبردسته او کمالي توپوهنه پوره کړ او حېدراباد د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا خپله کړه چې له دې سره پلى اف پړاو ته يې هم لار پېدا کړه او د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې هيلې هم مړاوې شوې او له مخکې تګ څخه پاتې شوه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٦مه لوبه د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې سنرايزرز حېدراباد پچه وګټله او لومړى يې د ممبۍ انډينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيرون پولارډ د ٤ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢٥ توپونو ٤١، سوريا کمار يادو ٣٦، ايشان کشن ٣٣ او کوانټين ډي کوک ٢٥ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې روهيت شرما هم له انجري وروسته ولوبېده، خو يوازې په ٤ منډو يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.

د کنګز اليون پنجاب له لوري سنديپ شرما په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، جېسن هولډر او شهباز نديم ٢-٢ او راشد خان بيا ١ ويکټ واخيسته.

د ١٥٠ منډو هدف د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پيليز توپوهونکو په ١٧.١ اورونو کې پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه. ډيويډ وارنر د ١ شپږيزې او ١٠ څلوريزو په مټ په ٥٨ توپونو ٨٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او وريديمان ساها د ١ شپږيزې او ٧ څلوريزو په مټ په ٤٥ توپونو ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې د بريا ترلاسه کولو سره سنرايزرز حېدراباد د ١٤ نومرو سره ٣م مقام ته لاړه، چې له دې سره يې پلى اف پړاو سياليو ته هم لار پېدا کړه.

د کلکته نايټ رايډرز لوبډله، چې نن د حېدراباد ماتې ته په تمه وه، ټولې هيلې يې مړاوې شوې او د پلى اف پړاو سياليو څخه بهر شوه.

د اى پي ايل د ليګ سياليو له پاى ته رسېدو وروسته ممبۍ انډينز د ١٨ نومرو سره په لومړي، ډيلي کاپيټلز د ١٦ نومرو سره په دويم، سنرايزرز حېدراباد د ١٤ نومرو سره په دريم او رايل چېلنجرز بېنګلور د ١٤ نومرو سره په څلورم مقام کې قرار لري. همدا راز کلکته نايټ رايډرز هم ١٤ نومرې لري، خو رن رېټ يې کم دى او په پنځم مقام کې ده.

له دوى پرته کنګز اليون پنجاب، چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز لوبډلو بيا ١٢-١٢ نومرې درلودې او ټولې له مخکې څخه د پلى اف پړاو سياليو تګ څخه پاتې شوې وې.

د نومبر په ٥مه نېټه به لومړۍ کواليفاير لوبه د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، همدا راز د نومبر په ٦مه نېټه به ايليمينېټر لوبه د سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

په کواليفاير ١ کې چې کومې لوبډلې ماتې وخوړه، هغه به کواليفاير ٢ ته لاړه شي او په ايليمينېټر کې چې کومه لوبډله بريالۍ شوه، هغه به په کواليفاير ٢ کې بيا له يادې لوبډلې سره ولوبېږي. د نومبر په لسمه نېټه به د کواليفاير ١ او کواليفاير ٢ لوبډلو ترمنځ پايلوبه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

لوکي فيرګوسن

نيوزيلېنډ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

د ويسټ انډيز او نيوزيلېنډ ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له امله د څه وخت …