کورپاڼه / بېلا بېل / کله چې یو رسام څېړنه وکړه، چې آسمان ولې شین رنګ لري؟
آسمان

کله چې یو رسام څېړنه وکړه، چې آسمان ولې شین رنګ لري؟

موږ چې کله د لیونارډو نوم اورو، نو د مونا لیزا نوم مو هم ذهن ته راځي، دا په تور جامو کې هغه رسامي شوې مېرمن ده، چې ټوله دنیا یې د مسکا لېونۍ ده. خو د مونا لیزا جوړونکی (ډاونچي) د ډېر لوړ شخصیت خاوند دی، چې تر همدې یو هنره یې محدودول نا انصافي ده. نوموړي تر ۲۰ پورې رسامۍ لري، چې مونا لیزا یې نړیوال شهرت موندلی دى.

که لیونارډو ډاونچي ته د هر یو هنر استاد ووایو نو غلطه به نه وي، ځکه چې نوموړی یو رسام/نقاش، مجسمه جوړونکی، انجینر، ساینسپوه، ریاضي پوه، ستور پېژندونکی، فزیکپوه او اختراع کوونکی هم و.

نوموړی په ۱۴۵۲ ز کال د اپریل په ۱۵ نېټه د ایټالیې په هیواد کې زېږېدلی او د ۱۵۱۹ ز کال د میي په ۲ نېټه یې په فرانسه کې له دې نړۍ سترګې پټې کړی دی، ډاونچي د نړۍ تر ټولو هوښیار او زیرک شخص هم ګڼل کېږي.

اوس مهال چې څومره شیان اختراع شوي، ډېری یې د ډاونچي نقشې دی، چې پنځه پېړۍ د مخه یې ویستلې وې. د نړۍ لومړنی روبوټ هم ډاونچي د لرګیو، څرمنې او ژېړو څخه جوړ کړی و، چې کېناستل، لاسونه خورول، خوله خلاصول او بندول یې هم کولی شول، خو بله خوا له ده څلور پېړۍ وروسته د امریکا فضایي ادارې ناسا د ورته روبوټ په جوړولو کې بریالیتوب ترلاسه کړ.

ډاونچي د الوتنې سره خورا مینه درلوده، چې د لومړي ځل لپاره یې په الوتکه کار هم وکړو خو بریالی نه شو او په خپلو نوټونه کې یې د الوتنه طریقه هم ښودلې. د پراشوټ جوړولو نظریه هم د ډاونچي ده، چې هدف یې د پیلوټ ژغورل و.

ماشين

په ۲۶ کلنۍ کې یې لومړنی ابتدایي موټر هم جوړ کړ، چې د ګاډۍ شکل یې درلود، خو پخپله یې حرکت کولی شو.

دغه راز نوموړي د خپل کور د خوړو د ساتلو لپاره داسې ماشین جوړ کړی و، چې خواړه یخ وساتي، د همدې ابتدایي اختراع په سبب نن ورځ پخپلو کورونو کې لوی یخچالونه یا فریزرې لرو.

ویل کېږي، چې ډاونچي د یو زوړ سړي له مړینې وروسته، د هغه د زړه عملیات وکړو او د لومړي ځل لپاره یې د شریانونو د ناروغۍ وپېژندله او په دې سره یې د میلونونو انسانانو ژوند وژغوره.

د ډاونچي د یادښونو څخه معلومېږي، چې دی څومره هوښیار/زیرک او د څومره اختراعاتو په اړه یې فکر کړی دی او شاید داسې اختراع هم پاتې وي، چې لا تر اوسه نه وي شوي.

د شین آسمان په اړه:

په ۱۵۰۹ ز کال کې ډاونچي په یوه مقاله کې ددې په اړه چې آسمان ولې نیلي/شین رنګ لري؟ تشریحات ورکړل، دا مقاله اوس مهال د Bill & Melinda Gates Foundation لخوا ساتل کېږي.

ډاونچي لیکلي، کله چې د لمر وړانګې د اتموسفیر له سپین او د خلا له تور رنګ څخه تېرېږي، نو دا وړانګې بېرته منعکس کېږي او آسمان ته نیلي/شین رنګ ورکوي.

انګریز سانیسپوه لارډ ریلي په ۱۸۷۱ ز کال همدې نظریې ته پراختیا ورکړه او و یې ویل چې د لمر وړانګې په هوا کې له مالیکولونو سره ټکر کوي او مالیکولونه خپرېږي او د همدې مالیکولونو په خپرېدو سره د ورځې په ګډون آسمان هم خورا روښانه ښکاري. نوموړی زیاتوي چې په دې پروسه کې نیلي/شین رنګ ډېر خپرېږي او په همدې علت آسمان دغه رنګ ځانته غوره کوي. لارډ ریلي وایي، چې په دې پروسه کې سور رنګ هم خپرېږي او آسمان په سور رنګ بدلېدلی شي، خو نیلي/شین رنګ په سور رنګ غالبېږي او آسمان په نیلي/شین رنګ ښکاره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هندۍ ښځه

د هند هغه ايالت چې نارينه بې واکه او ښځې واکمنې دي

د هند په هیواد کې د کاسي قبیلې ښځینه و، نارینه بې وسه یا بې …