کورپاڼه / ريکارډونه / بابر اعظم دويم توپوهونکى شو چې په کمو نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ١٢ سليزې ووهلې
بابر اعظم

بابر اعظم دويم توپوهونکى شو چې په کمو نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ١٢ سليزې ووهلې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې دويم هغه توپوهونکى شو، چې په کمو لوبو کې يا ژر يې د ١٢ سليزې وهلي دي.

نن پاکستان د زمبابوې پر وړاندې دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه، چې په دغه لوبه کې زمبابوې په سوپر اور کې بريا خپله کړه او پاکستان د ٢-١ سره لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

بابر اعظم د زمبابوې پر وړاندې په نننۍ لوبه کې هم ښه وځلېده او سليزه يې ووهله، چې که څه هم خپله لوبډله يې بريالۍ نه کړه، خو لوبه يې مساوي کړه، چې وروسته زمبابوې په سوپر اور کې وګټله.

بابر اعظم د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې دويم توپوهونکى شو، چې تر نورو يې ژر ١٢ سليزې ووهلې، نوموړي خپله ١٢مه سليزه په ٧٥مه لوبه کې ووهله.

په تر ټولو کمو لوبو کې د ١٢ سليزو وهلو ريکارډ بيا د سويلي افريقا لوبډلمشر کوانټين ډي کوک سره دى، هغه په دې ليسټ کې لومړى دى او نوموړي دا کارنامه په ٧٤ لوبو کې ترسره کړې ده.

له هغه وروسته بيا د هاشم املا نوم راځي، چې په ٨١ لوبو کې يې ١٢ سليزې وهلي دي، همدا راز د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي ويراټ کوهلي بيا په ٨٣ لوبو کې ١٢ سليزې وهلي دي.

بابر اعظم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو بڼو تخنيکي او تکړه توپوهونکى دى، نوموړي په ٢٠١٥ کال کې د پاکستان لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړې وه او له هغه وخت راهيسې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مهم لوبغاړى ګرځېدلى دى.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو د لړۍ د غوره لوبغاړي جايزه هم بابر اعظم ته ورکړل شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

ممبۍ انډينز

اى پي ايل پايلوبه: کوم کوم ريکارډونه جوړ شو؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل پايلوبه پرون شپه د ډيلي کاپيټلز او …