کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پريټي زنټا له ټولو مننه وکړه او وايي بل کال ته به ګورو
پريټي زنټا (2)

پريټي زنټا له ټولو مننه وکړه او وايي بل کال ته به ګورو

په اى پي ايل سياليو کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکې او د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې پريټي زنټا له خپل ټيم او د ټيم له مينه والو مننه وکړه او وايي چې بل کال ته به کم بېک کوي.

کنګز اليون پنجاب لوبډلې د ليګ په ١٤ لوبو کې ٦ لوبې وګټلې او ٨ لوبو کې يې ماتې وخوړه، د ١٢ نومرو سره په جدول کې په شپږم مقام کې وه، چې د پلى اف پړاو سياليو ته له تګ څخه پاتې شوه.

په اى پي ايل کې له مخکې تګ څخه د پاتې کېدو او کور ته له ستنېدو وروسته د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکې او مشهورې هنرمندې پريټي زنټا په ټولنيزو رسنيو کې له ټولو څخه مننه وکړه.

نوموړې په خپل يو ټويټ کې ليکلي دي، چې اوس له اى پي ايل او دوبۍ سره د مخه ښې وخت دى، موږ چې څومره هيله لرله، دا پړاو زموږ لپاره هغسې نه و، خو موږ به بيا ځلې له طاقت او غوره والي سره راګرځو. نوموړې وايي چې ډېر يادګاري صحنې مو هم په زړه کې پاتې شوې او د پنجاب لوبډلې له مينه والو څخه يې هم مننه وکړه، چې د دې لوبډلې ملاتړ يې کاوه.


د کنګز اليون پنجاب لپاره کى ايل راهول، ماينک اګروال او نيکولاس پوران ډېرې منډې ترلاسه کړې. راهول ٦٧٠، اګروال ٤٢٤ او پوران ٣٥٣ منډې وکړې.

محمد راز محمد شامي ٢٠، روي بشنويي ١٢ او مورګن اشوين بيا ١٠ ويکټې ترلاسه کړې.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان هم د کنګز اليون پنجاب  لوبډلې له لوري اخيستل شوى و، خو نوموړي ته د تېر کال په څېر په ډېرو سياليو کې د لوبېدو چانس ورنه کړل شو او فقط د لوبو نندارې ته به ناست و.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق

د نوين الحق له محمد عامر او شاهد اپريدي سره شخړه، څه يې وويل؟

پرون په لنکا پريمئير ليګ کې د افغانستان چټک توپ اچونکي نوين الحق له دوه …