کورپاڼه / ريکارډونه / د ممبۍ او حېدراباد لوبه کې يو شمېر ريکارډونه، چې پرون جوړ شو
کيرون پولارډ

د ممبۍ او حېدراباد لوبه کې يو شمېر ريکارډونه، چې پرون جوړ شو

پرون د اى پي ايل د ليګ وروستۍ لوبه د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سنرايزرز حېدراباد په ١٠ ويکټو د ممبۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې په جدول کې يې دريم مقام ته ځان ورساوه او پلى اف پړاو ته لاړه.

په دې لوبه کې ځينو لوبغاړو د خپل کيرير ريکارډونه جوړ کړل، چې په اړه يې تاسې ته دلته معلومات درکوو.

د پولارډ ٣ زره منډې

د ممبۍ انډينز توپوهونکي کيرون پولارډ پرون په وروستيو کې چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې په ٢٥ توپونو يې ٤١ منډې جوړې کړې او له دې سره نوموړي په اى پي ايل سياليو کې د ٣٠٠٠ منډو جوړولو هدف ته هم ورسېد.


د هولډر د ويکټو سليزه

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې الراونډر لوبغاړي جېسن هولډر پرون ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٢ لوبغاړي يې وسوځول او له دې سره نوموړي په اى پي ايل سياليو کې د ويکټو سليزه پوره کړه.


د وارنر ٥٠٠ منډې

په پرونۍ لوبه کې د حېدراباد لوبډلمشر ډيويډ وارنر په زه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ١ شپږيزې او ١٠ څلوريزو په مټ يې په ٥٨ توپونو ٨٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او له دې سره يې په روان اى پي ايل ٢٠٢٠ کې ٥٠٠ منډې هم پوره کړې.

په روان اى پي ايل ٢٠٢٠ کې تر ټولو زياتې منډې د کنګز اليون پنجاب لوبډلمشر کى ايل راهول ترلاسه کړې دي، هغه ٦٧٠ منډې کړې دي، همدا راز ډيويډ وارنر ٥٢٩ او شيکر دهون ٥٢٥ منډې ترلاسه کړې دي.


د وارنر ٥٠٠ باونډرۍ

په پرونۍ لوبه کې ډيويډ وارنر ١٠ څلوريزې ووهلې، چې په دې سره يې په اى پي ايل سياليو کې ٥٠٠ څلوريزې هم ووهلې.


١٥١ منډې ملګرتيا

په پرونۍ لوبه کې ډيويډ وارنر او وريديمان ساها د ١٥١ منډو ملګرتيا وکړه، دا په روان اى پي ايل کې پنځمه ستره ملګرتيا ده، چې ډيويډ وارنر ٨٥ ناسوځېدلې او وريديمان ساها ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

سنرايزرز حېدراباد همدا راز د ١٠ ويکټو په ستر توپير د ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړه چې ١٧ توپونو لا هم پاتې و، دا دريمه ستره بريا ده چې حېدراباد ترلاسه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د سږ کال IPL هغه ریکارډ چې ښایي راشد خان سره پاتې شي

د سږ کال په دیارلسم پړاو هندوستان کرکټ غوره لیګ کې راشد خان یواځېنی افغان …