کورپاڼه / جالب / په تشناب کې د وخت قید کوونکي په لګولو، خلکو نېوکې کړي
تشناب

په تشناب کې د وخت قید کوونکي په لګولو، خلکو نېوکې کړي

د بیجینګ یو شرکت د کارمندانو لپاره په تشنابونو کې د ریکارډر او وخت قید کوونکي په لګولو، له نیوکو سره مخ شوی.

یو چینايي شرکت اوس مهال په تشنابونو کې د خپلو کارمندانو د وخت  د کنټرول لپاره د ریکارډرونو او وخت قید کوونکو په نصبولو کار روان کړی. یاد شرکت له خپلو کارمندانو غواړي چې په تشناب کې د بې ځایه وخت اړولو پر ځای دې خپل کار او تولید ډېر کړي.

دا شرکت چې د چین هیواد په بیجینګ ښار فعالیتونه ترسره کوي، د (قوایي شو) په نامه یادېږي. دوی د خپلو کارمندانو په تشنابونو کې ډیجیټل وخت قید کوونکي او ریکارډرې لګولي، چې تشناب ته په ننوتلو سره سمدستي وخت قید او ریکارډ کوي، په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر ویډیوګانې هم خپرې شوي، چې زیات بحثونه یې را پورته کړي دي.

ځینې کسان یاده کړنه د شرکت لالچ یا حرص بولي، خو ځینو یې ډېرې سختې نېوکې کړي دي او ویلي یې دي، دا کار د انساني حقونه څخه په ښکاره سرغړونه ده. بله خوا لږ شمېر خلک یاد شرکت په حق بولي او وایي چې ډېری کارمندان په تشناب کې د موبایلونو په کارولو وخت تېروي.

تشناب

له پرله پسې نیوکو وروسته، د قوایي شو شرکت په رسمي مطبوعاتي اعلامیه کې د خلکو رضایت لپاره توضیحات ورکړي دي.  شرکت ویلي دي چې دا کړنه یې په کارمندانو کوم محدودیت نه وضع کوي، دوی ډېر کم تشنابونو لري او د همدې لپاره یې وخت قید کوونکي نصب کړي دي.

شرکت زیاتوي دوی د ډیزاین شوې ودانۍ لاندې نور تشنابونه نه شي جوړولی، وخت قید کوونکي او ریکارډرې به معلومه کړي، چې موږ څومره تشنابونو ته اړتیا لرو، تر څو داسې تشنابونه جوړ کړو، چې زموږ مشکل حل کړی شي.

که څه دا خبره یې د منلو ده، خو ځینې خلک وایي، چې شرکت غلط توضیحات ورکوي، دوی ته یوازې ګټه مهمه ده.

ویل کېږي چې په چین کې په کارونو کې بې پروایي کول یا خپل هدف نه پوره کول، خپل ځانګړي مجازات لري او ددې مجازاتو ښکار د شرکت ډېری کارمندان ګڼل کېږي. بله خوا په هانګ کانګ کې یو شرکت خپل کارمندانو ته په ټوله ورځ کې ۱۰ دقیقې وخت ورکوي، ترڅو خپل ضرورتونه رفعه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

پښې

هغه کسان چې د پښې دویمه ګوته یې اوږده وي، دا لیکنه دې په غور ولولي

ځینې وخت داسې واقعیتونه هم پېښېږي، چې پرې پوهېدل اړین وي، خو موږ ترې بې …