کورپاڼه / خبرونه / شعېب اختر او شاهد اپريدي پاکستاني لوبغاړو ته غصه (له يوې کمزورې لوبډلې پاکستان ماتې وخوړه)
شعېب اختر او شاهد اپريدى

شعېب اختر او شاهد اپريدي پاکستاني لوبغاړو ته غصه (له يوې کمزورې لوبډلې پاکستان ماتې وخوړه)

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى چټک توپ اچونکى شعېب اختر پاکستاني لوبغاړو ته په غصه دى چې د يوې کمزورې لوبډلې څخه يې ماتې وخوړه.

شعېب اختر د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د پرونۍ لوبې ستاينه وکړه، خو تر څنګ يې په پاکستاني لوبغاړو نيوکه وکړه، چې له يوې کمزورې لوبډلې څخه يې ماتې وخوړه.

شعېب اختر

بل لوري د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي شاهد اپريدي هم په پاکستاني لوبغاړو نيوکې کړې دي. هغه وايي چې بابر اعظم ته پکار و چې په وروستيو کې يې له زمبابوې سره لوبه ختمه کړې واى، ځکه چې هغه په فارم کې و او هغه دا کولاى شو.

له زمبابوې څخه د پاکستان د ماتې په اړه شاهد اپريدي وويل، چې د زمبابوې لوبډله ښه لوبه وکړه، بابر اعظم هم ښه توپوهنه ترسره کړه، خو هغه ته پکار و چې لوبه يې په خپله ختمه کړې واى.

هغه همدا راز د پاکستان لوبډلې ته هيله ښکاره کړه چې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې به ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

شاهد اپريدى

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم له لوبې وروسته په خپلو خبرو کې وويل، چې زه په دې خپه يم چې له زمبابوې څخه مو ماتې وخوړه او په خپله په سوپر اور کې لوبې ته کوز نه شوم، ١٠ نومرې ډېرې مهمې دي.

نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې لوبلړۍ موږ وګټله، خو له بده بخته دريمه لوبه کې له ماتې سره مخ شو. نوموړي وويل، چې کومې تېروتنې رانه په دې لوبو کې وشوې، هڅه کوم چې راتلونکو لوبو کې يې تکرار نه کړم.

بابر اعظم وويل، چې سوپر اور ته مو کوم توپوهونکي لېږلي و، هغوى چټکه توپوهنه کوي، خو کرکټ کې هر وخت حالات بدلېدلى شي او پرون همداسې وشو.

بابر اعظم

د يادولو وړ ده چې پرون زمبابوې لومړى توپوهنه وکړه او ٢٧٨ منډې يې وکړې، چې په ځواب کې يې پاکستان هم ٢٧٨ منډې وکړې او لوبه مساوي شوه.

وروسته سوپر اور ترسره شو، چې د زمبابوې له لوري بليسنګ موزرباني په سوپر اور کې ښه توپ اچونه وکړه او دوه پاکستاني لوبغاړي يې وسوځول، چې پاکستان يوازې ٢ منډې وکړې او زمبابوې د ٣ منډو هدف په ٣ توپونو پوره کړ او په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ د نومبر په ٧مه نېټه د پاکستان په پېنډۍ کرکټ لوبغالي کې پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

نوين الحق او شاهد اپريدى

“درناوى وکړه، درناوى به دې وشي” نوين الحق پاکستاني شاهد اپريدي ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوين الحق يو ځل بيا پاکستاني لوبغاړي …