د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د مډل ارډر يو تکړه توپوهونکى حشمت الله شهيدي نن د ٢٦ کالو شو، نوموړى په ١٩٩٤ کال کې د نومبر په ٤مه نېټه په لوګر ولايت کې زېږېدلى و.
حشمت الله شهيدي چې په دې وروستيو کې کرکټ بورډ له دې امله د ويسټ انډيز پر وړاندې سياليو ته نه و اخيستى، چې اوسط يې کم دى او په ورو توپوهنه کوي، په تېره شپږيزه ليګ کې يې چټکه توپوهنه وکړه او يو له هغه لوبغاړو څخه و چې ډېرې منډې يې ترلاسه کړې.
حشمت الله شهيدي په ملي لوبډله کې په ټاپ ارډر او مډل ارډر کې توپوهنه ترسره کوي، چې په روان کال کې يې په خپله توپوهنه ډېر کار کړى دى او په توپوهنه کې يې ډېر بدلون راوستى دى.
نوموړي څو مياشتې وړاندې په يوه مرکه کې ويلي و، چې هغه په خپله توپوهنه کار کوي او په راتلونکي کې به يې خلک نوې توپوهنه وويني، چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې يې بيا دا ثابته هم کړه.
He finished as one of the leading run-scorers of this year’s #SCL2020 and is one of Afghanistan’s best middle-order batsmen. #HappyBirthday to elegant left-hander @Hashmat_50 who turns 26 today. pic.twitter.com/zyKUuf7HeE
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) November 4, 2020
حشمت الله شهيدي د افغانستان لپاره ٣ ټېسټ، ٣٩ نړيوالې يو ورځنۍ او ١ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده.
نوموړي په ټېسټ لوبو کې ١٣٨ منډې کړې دي چې زياتې منډې يې ٦١ دي او ٣٤.٥٠ اوسط لري. په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ١٠٦٢ منډې کړې دي، چې ٩٧ ناسوځېدلې يې زياتې منډې دي او ٣٢.١٨ اوسط لري. همدا راز په يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې يې ١ ناسوځېدلې منډه کړې ده.
نوموړي په ٢٠٢٠ کال شپږيزه کرکټ ليګ کې د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ٨ لوبو کې يې ٣٣٩ منډې ترلاسه کړې او ٩٧ ناسوځېدلې يې په يوه لوبه کې زياتې منډې وې. د هغه اوسط ٥٦.٥٠ و او په ١٤٤.٨٧ سټرايک رېټ سره يې توپوهنه ترسره کړه.
د يادولو وړ ده چې حشمت الله شهيدي په ٢٠١٣ کال کې د ملي لوبډلې لپاره لوبې پيل کړي دي.