کورپاڼه / روغتيا / د سر له سپږو څخه د ځان ژغورلو څو طریقې
سپږې

د سر له سپږو څخه د ځان ژغورلو څو طریقې

سپږې له پېړیو راهیسې انسانان ته د ځور لامل ګرځېدلي، چې نه یوازې د ماشومانو پر طبیعت بلکې د هغوی په عمومي روغتیا هم ناوړه اغېزي لري. سپږې په ویښتانو کې خپل نسل ډېروي.

د سر د سپږو د ختمولو لپاره بېلابېلې طریقې او لارې شتون لري، خو تر ټولو آسانه یې د کیمیاوي او میخانیکي طریقو استعمال دی، راځئ په دې وپوهېږو چې څنګه له دې لارو کار واخلو.

میخانیکي طریقه یې داسې ده، چې په وچو ویښتانو conditioner یا هغه مواد چې ویښته نرم ساتي ولګوئ، چې ټولو ویښتانو ته مو ورسېږي بیا په ږمنځ واړوئ.

د conditioner مواد سپږي نه شي وژلی، خو تر ۲۰ دقیقو یې له حرکته غورځولی شي، چې بیا کولی شو سر مو په اسانۍ پاک کړو. نو د همدې لپاره له هغې ږمنځې څخه کار واخلئ، چې د سپږو لپاره کارول کېږي یعنې خپل ویښته پرې ږمنځ کړئ او ږمنځ په یوه سپینه ټوټه بېرته پاکوئ، دا کار تر هغې وخته وکړئ، تر څو سر مې پاک شي.

میخانیکي طریقه تر ټولو غوره طریقه ځکه ده، چې په دې سر کیمیاوي درملو ته اړتیا نه پیدا کېږي او د پوستکې سوخت هم نه رامنځته کوي.

دوهم میخانیکي میتود طریقه داسې ده، چې له شاور سره د سپږو لپاره ځانګړې ږمنځ کېږدئ، د کورنۍ هر غړی مو چې سر منځي له هغې پس دې پرې خپل ویښته ږمنځوي او په دې سره به د سپږو له ډېروالي مخه ونیول شي.

خو که تاسې له کیمیاوي درملو کار اخلئ نو باید په یاد ولرئ، که یو ډول کیمیاوي درملو نتیجه ور نه کړه بیا یې مه کاروئ او پر ځای نور درمل واخلي او له اوه ورځو وروسته یې استعمال کړئ.

دا معلومات د NSW روغتیایي ادارې لخوا د والدینو لپاره خپاره شوي.

یاده دې وي چې د سر خارښت د پوستکي تر ټولو عادي ستونزه ګڼل کېږي، خو رواني او فزیکي مشکلات زېږولی شي. د سر د خارښت عام لاملونه دا دي.

ژور خپګان

د سر پخه

حساسیت

د پوستکي ناروغي

د وینې کمښت

په منظم ډول ویښتان نه منځل

د شپې لخوا پرېمینځل

خرابه شامپو کارول

نو که غواړئ د سر له خارښت څخه وژغورل شئ، ویښته مو په منظم ډول په ښې شامپو پریمنځئ. که د ویښتانو رنګ کاروئ نو له ډاکتر سره مشورئ وکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

تازه مېوې

کومې مېوې مو وزن ژر تر ژر کمولی شي؟

د وزن ډېرول ترټولو ډېر آسانه کار دی خو په ډېر شوي وزن کې کمی …