کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل پلى اف پړاو: ډيلي له ممبۍ او حېدراباد له بېنګلور سره مخ کېږي
ډيلي، ممبۍ، حېدراباد او بېنګلور

اى پي ايل پلى اف پړاو: ډيلي له ممبۍ او حېدراباد له بېنګلور سره مخ کېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ليګ پړاو سيالۍ پاى ته رسېدلي دي، چې پلى اف پړاو ته څلور لوبډلو لار پېدا کړې ده. ممبۍ انډينز د ١٨ نومرو سره تر ټولو مخکښه لوبډله ده، همداراز ډيلي کاپيټلز د ١٦ نومرو سره دويمه، سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور د ١٤-١٤ نومرو سره دريمې او څلورمې لوبډلې دي.

د پلى اف پړاو لومړۍ کواليفاير لوبه د دوه مخکښو لوبډلو ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز ترمنځ د نومبر په ٥مه نېټه د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

همدا راز دريمه او څلورمه لوبډله به په ايليمينېټر سيالۍ کې سره مخ شي، ايليمينېټر سيالي د نومبر په ٦مه نېټه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د سنرايزرز حېدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

دويمه کواليفاير لوبه بيا د نومبر په ٨مه نېټه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. دې ته به د لومړۍ کواليفاير لوبې بايلونکې او د ايليمينېټر ګټونکې لوبډلې ورځي، چې دلته به سره مخ شي.

پلى اف پړاو سيالۍ

هرې لوبډلې چې په لومړي کواليفاير لوبه کې بريا خپله کړه، پايلوبې ته به لار پېدا کړي او د دويمې کواليفاير لوبډلې د بريا ترلاسه کولو وروسته به له هغې سره په پايلوبه کې مخ شي.

د اى پي ايل پايلوبه د نومبر په ١٠مه نېټه د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د يادولو وړ ده چې په اى پي ايل کې تراوسه پورې درې توپوهونکو له پنځه سوه څخه زياتې منډې ترلاسه کړې دي، کى ايل راهول ٦٧٠، ډيويډ وارنر ٥٢٩ او شيکر دهون ٥٢٥ منډې کړې دي.

همدا راز کاګيسو رباډا ٢٥، جسپريت بومرا ٢٣ او جوفرا ارچر بيا ٢٠ ويکټې ترلاسه کړې دي، خو د اى پي ايل په پاى کې به کوم توپوهونکى ډېرې منډې او کوم توپ اچونکى ډېرې ويکټې ترلاسه کړي؟ دا به پاتې څلور لوبو ترسره کېدو وروسته معلومه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …