کورپاڼه / تجارتي ليګونه / انګلستاني کرکټر ايون مورګن له شېخ زېد جومات څخه ليدنه کړې
ايون مورګن

انګلستاني کرکټر ايون مورګن له شېخ زېد جومات څخه ليدنه کړې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکى ايون مورګن چې په سږکال اى پي ايل سياليو کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې لپاره ولوبېده، په ټويټر کې يې خپل يو تازه عکس خپور کړى دى، چې هلته يې په يو جومات کې اخيستى دى.

ايون مورګن چې د دينيش کارتيک له پرلپسې ماتې خوړلو څخه وروسته د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو، چې د کلکتې له اى پي ايل سياليو څخه تر بهر کېدو وروسته به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

ايون مورګن تازه په ټويټر کې يو عکس خپور کړى دى. دا عکس چې د ابوظهبي په شېخ زېد ګرېنډ جومات کې اخيستل شوى دى، مورګن هم پکې لکه د عربيانو کالي اغوستي دي.

ايون مورګن د عربيانو غوندې کالي اغوستي، د هغوى په څېر دستمال يې له سر تاو کړى او همدا راز تر څنګ يې ولاړه ښځه هم په توره بورقه کې ده، چې د دواړو مخونه هم په ماسکونو کې پټ دي.


ايون مورګن له دې عکس سره ليکلي دي، چې د شېخ زېد ګرېنډ جومات کې يو ډېر ښکلى سهار.

د نوموړي په دې عکس په ټويټر کې ډېرو خلکو تبصرې هم کړې دي او د هغه د عکس ستاينه يې کړې ده. ډېرو خلکو ورته ليکلي دي چې په عربي کاليو کې ډېر ښکلى ښکاري. همدا راز ډېرى مينه والو يې ورته ليکلي دي، چې د اى پي ايل راتلونکي کال کې به هغه ته بيا په تمه وي.

د يادولو وړ ده چې ايون مورګن د کلکته نايټ رايډرز لپاره په سږکال اى پي ايل کې يو ځلېدونکى لوبغاړى و، هغه په ١٤ لوبو کې ٤١٨ منډې ترلاسه کړې، چې په يوه لوبه کې يې ٦٨ ناسوځېدلې زياتې منډې وې. د نوموړي اوسط ٤١.٨٠ و او سټرايک رېټ يې بيا ١٣٨.٤١ و.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …