کورپاڼه / بېلا بېل / آیا د لوړ یا دروند غږ لرونکي خلک دوکه باز وي؟
ښځه او سړى

آیا د لوړ یا دروند غږ لرونکي خلک دوکه باز وي؟

نجونې په عموم کې هغه هلکان خوښوي، چې د دروند یا لوړ غږ څښتن وي، خو اوس څېړنو د هغه نجونو لپاره د خطر زنګ غږولی چې د دا ډول غږ لرونکي هلکان خوښوي.

د چین هیواد د (سوت ویسټ) پوهنتون لخوا په یوې ترسره شوې څېړنه کې، د هغه کسانو لپاره چې سګریټ نه څکوي، د ویلو لپاره څو جملې ورکړې او د یاد پوهنتون لخوا ددې جملو د فریکوینسۍ یعنې زیر او بم ارزونه وشوه.

له دې وروسته د همدې کسانو د مېرمنو سره د دوی اړیکې هم د ارواپوهنې په میتودونو و ارزولې.

د څېړنو په پایله کې وموندل شوه، هغه کسان چې د دروند یا لوړ غږ څښتنان وي، ډېر امکان لري چې دوی دې خپلو مېرمنو ته وفاداره وي او دا ډول کسان کولی شي خپلو مېرمنو ته دوکه ورکړي.

په څېړنو کې د اخیستل شوو غږونو خاوندان  د کوروالۍ رضایت د هورمونونو د کچې له مخې هم وارزول شول او په نتیجه کې معلومه شوه، هغه کسان چې د لوړ یا دروند غږ لرونکي وي، د ټیټ غږ لرونکو په پرتله د کوروالۍ رضایت هورمون کچه یې لوړه ده.

څیړونکي وايي، چې د یو انسان هورمونونه د دوی د عادتونو او ځانګړتیاوو د ښودلو لپاره هم کارول کیدی شي.

په څیړنو کې دا هم وموندله شوه، چې زیاتره نجونې هغه کسانو ته ترجیح ورکوي، چې لوړ یا دروند غږ ولري او هغه نارینه چې د کوروالۍ رضایت د هورمونونو کچه یې لوړه وي، ماشومان یې د ښې روغتیا لرونکي وي.

یاده دې وي چې د ارواپوهنې لخوا د فاداره کسانو نښې، نښانې هم ښودلي دي. په یوه مقاله کې چې د ټوډی ورځپاڼې خپره کړې وه. پکې لیکل شوي و. هغه کسان چې زرغون رنګ خوښوي یا زرغونه جامې اغوندي، ډېر مهربانه او وفادار ګڼل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …