کورپاڼه / خبرونه / شکېب الحسن له محمد نبي څخه د غوره الراونډرۍ مقام بېرته واخيست
محمد نبي او شکېب الحسن

شکېب الحسن له محمد نبي څخه د غوره الراونډرۍ مقام بېرته واخيست

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي په تازه درجه بندۍ کې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د غوره الراونډر لومړى مقام يو ځل بيا شکېب الحسن ترلاسه کړ او محمد نبي د نړۍ دويم غوره الراونډر شو.

د اى سي سي په تازه درجه بندۍ کې همدا راز د زمبابوې سين ويليمس هم ١٠ غوره الراونډرانو کې شامل شوى دى، نوموړى له پاکستان سره تر سياليو وروسته دې ځاى ته راورسېد، همدا راز بين سټوکس بيا څلورم مقام ته او عماد وسيم بيا پنځم مقام ته تللي دي.

د توپوهونکو په برخه کې بيا ويراټ کوهلي لومړى مقام لري، خو ډيويډ وارنر اتم مقام ته، کوانټين ډي کوک نهم مقام ته او جوني بيريسټو ١٠م مقام ته پورته شوي دي.

په تېر يو کال کې شکېب الحسن هېڅ نړيواله يو ورځنۍ لوبه نه ده ترسره کړې، ځکه هغه له يو کلن بندېز سره مخ شوى و، چې د تېرې مياشتې اکتوبر په ٢٩مه يې ياد بندېز پاى ته ورسېد، خو هغه له محمد نبي څنګه او ولې مخکې شو؟

کله چې تېر کال په شکېب الحسن يو کلن بندېز ولګېد، نو له هغې سره سم شکېب الحسن د اى سي سي له درجه بندۍ څخه هم بهر شو، نوموړى چې په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې لومړى مقام لرونکى الراونډر و، د هغه له ليرې کېدو وروسته محمد نبي چې دويم مقام يې درلود، لومړي مقام ته ورسېد.

درجه بندي ١
د اى سي سي تازه درجه بندي

محمد نبي د اکتوبر تر ٢٩مې نېټې پورې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لومړى مقام لرونکى الراونډر و، خو کله چې د شکېب الحسن بندېز پاى ته ورسېد او هغه بېرته لوبو ته راتللى شي، نو له هغې سره سم نوموړى بېرته د اى سي سي په درجه بندۍ کې هم شامل شو او خپل لومړى مقام يې بېرته ترلاسه کړ.

درجه بندي ٢
د اى سي سي درجه بندي د اکتوبر په ٢٩مه نېټه، ٢٠٢٠

شکېب الحسن د ٣٧٣ نومرو په درلودلو سره د يو ورځنيو نړيوالو لوبو د نړۍ لومړى مقام لرونکى الراونډر دى او تر هغه وروسته بيا محمد نبي په دويم مقام کې دى چې ٣٠١ نومرې لري.

په دې لړ کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان هم په ٧م مقام کې دى، چې د الراونډرانو په برخه کې ٢٥٣ نومرې لري.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي او ميروېس اشرف

محمد نبي میروېس اشرف ته څه ډالۍ ورکړه؟

د افغانستان کرکت ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي او د شل اوریزو لوبو غوره الراونډر …