کورپاڼه / خبرونه / سنرايزرز حېدراباد: (محمد نبي يوازينى ولسمشر دى) خو په لوبه کې چانس نه ورکوي
محمد نبي

سنرايزرز حېدراباد: (محمد نبي يوازينى ولسمشر دى) خو په لوبه کې چانس نه ورکوي

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په فېسبوکپاڼه کې تازه د افغانستان تجربه کاره لوبغاړي او غوره الراونډر محمد نبي ځينې عکسونه خپاره کړي دي.

دا عکسونه چې په بېلا بېلو ځايونو کې اخيستل شوي دي، محمد نبي پکې د تمريناتو پر مهال هم ښکاري. له دې عکسونو سره د حېدراباد لوبډلې ليکلي دي: ((دلته يوازې يو ولسمشر دى.))

محمد نبي ١

په يو ساعت کې دا عکسونه له نهه نيم زرو کسانو څخه زياتو خوښ کړي دي او ٥٦١ کسانو پرې تبصرې کړې دي. ډېرى افغانانو ورته ليکلي دي، چې ولې محمد نبي ته په لوبو کې چانس نه ورکوئ؟

محمد نبي سږکال تراوسه پورې يوازې يوه لوبه کې ګډون کړى دى، په دغه لوبه کې هغه ١١ منډې ترلاسه کړې دي او همدا راز په ٤ اورونو کې يې ٢٣ منډې ورکړې دي، خو کومه ويکټ يې نه ده اخيستې.

محمد نبي ٢

سنرايزرز حېدراباد پرون د ١٠ ويکټو په توپير ممبۍ انډينز ته ستره ماتې ورکړه او د پلى اف پړاو سياليو ته يې ځان ورساوه، چې هلته به د رايل چېنلجرز بېنګلور سره په ايليمينېټر لوبه کې مخ شي.

محمد نبي په ٢٠١٧ کال کې په لومړي ځل د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې اخيستى و، چې هغه کال يې د يادې لوبډلې لپاره په ٣ لوبو کې برخه واخيسته. په ٢٠١٨ کال کې بيا له يادې لوبډلې سره و او په ٢ لوبو کې برخه ورکړل شوه، په ٢٠١٩ کال کې ورته بيا په ډېرو لوبو کې برخه ورکړل شوه او ٨ لوبې يې ترسره کړې. نوموړي په ٨ لوبو کې ١١٥ منډې وکړې او ٨ لوبغاړي يې وسوځول.

محمد نبي ٣

محمد نبي چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې دويم مقام لرونکى غوره الراونډر دى او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې لومړى مقام لرونکى الراونډر دى، سږکال د حېدراباد لوبو نندارې ته ناست دى او له يوې لوبې پرته په کومه لوبه کې نه دى لوبېدلى.

Loading...

دا هم ولولئ

کريم صادق

کریم صادق: د افغانستان یو مازیګری په پنځه براعظمو نه ورکوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیلیز توپوهونکی کریم صادق وايي، چې هغه له افغانستان …