کورپاڼه / خبرونه / د ويسټ انډيز مخکښ لوبغاړي مارلون سيمويلز له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه
مارلون سيمويلز

د ويسټ انډيز مخکښ لوبغاړي مارلون سيمويلز له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي مارلون سيمويلز له هر ډول کرکټ څخه د استعفا اعلان وکړ.

د راپورونو په وېنا، د ويسټ انډيز ملي لوبډلې چټک توپوهونکي مارلون سيمويلز له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه، هغه د ويسټ انډيز کرکټ بورډ له خپلې پرېکړې څخه د جون په مياشت کې خبر کړى و.

نوموړي په دوه نړيوالو شل اوريزو نړيوال جامونو کې د ويسټ انډيز اتلولۍ په برخه کې هم کردار لوبولى و.

مارلون سيمويلز

مارلون سيمويلز د ويسټ انډيز ملي لوبډلې لپاره ٧١ ټېسټ، ٢٠٧ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٧ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړى چې يو مخکښ الراونډر لوبغاړى و، په نړيوالو سياليو کې يې ١١ زره او ١٣٤ منډې کړې دي او همدا راز ١٥٢ ويکټې يې هم ترلاسه کړې دي.

مارلون سيمويلز د دې تر څنګ د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى دى، هغه د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د ډيلي ډير ډيويلز او پونى واريرز لوبډلو لپاره لوبېدلى او په بيګ باش سياليو کې بيا د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېدلى دى.

مارلون سيمويلز ١

٣٩ کلن مارلون سيمويلز په ٢٠٠٠ کال کې د ويسټ انډيز ملي لوبډلې لپاره لوبې پيل کړې وې او خپلې لوبډلې ته يې ډېرې برياوې ورپه برخه کړې وې. هغه د وروستي ځل لپاره په ٢٠١٨ کال کې د بنګله دېش پر وړاندې په نړيواله شل اوريزه لوبه کې لوبېدلى و، چې له هغه وروسته د ويسټ انډيز ملي لوبډلې لپاره نه دى لوبېدلى.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لپاره لوبېدونکي توپوهونکي شين واټسن هم له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه. هغه د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېده.

نوموړي په ٢٠١٥ کال کې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړې وه، خو سږکال د چيناى سوپر کنګز له پلى اف پړاو څخه تر پاتې کېدو وروسته يې له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

دولت ځدراڼ، راشد خان او محمد نبي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبډلې ته ٣ افغان لوبغاړي هم نوماندان دي

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د لسيزې د غوره لوبغاړو تر اعلان وروسته …