کورپاڼه / خبرونه / افغانستان کرکټ بورډ ٢٥ ښځينه لوبغاړو ته قراردادونه ورکوي
ښځينه لوبغاړې (2)

افغانستان کرکټ بورډ ٢٥ ښځينه لوبغاړو ته قراردادونه ورکوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې په کابل کې د ښځينه لوبغاړو د روانو تمريناتو څخه وروسته يې ٢٥ تکړه ښځينه لوبغاړې غوره کړي دي، چې د کرکټ بورډ له اصولو سره سم به ورته قراردادونه ورکړل شي.

د کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په اوونيزه ناسته کې د کرکټ بورډ نوي اجراييه رييس رحمت الله قريشي ته د دندې مبارکي ورکړه او وې ويل، چې دا د کرکټ بورډ په تاريخ کې لومړى ځل دى چې اجراييه رياست ته يو کس د ازادې سيالۍ او وړتيا له مخې راځي.

د افغانستان ښځينه لوبغاړې

د کرکټ بورډ په دې خبرپاڼه کې د نورو معلوماتو تر څنګ دا هم ويل شوي دي، چې د ښځينه کرکټ څانګې مسوولې د ښځينه لوبغاړو ترمنځ د سياليو او تمريناتي کمپ په تړاو معلومات وړاندې کړل، چې په وېنا يې، له ٤٠ نجونو يې ٢٥ تکړه لوبغاړې غوره کړې او د ادارې له اصولو سره سم به قراردادونه ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې همدا راز د فرهان يوسفزي له قوله ليکل شوي: ((…دوه ټکي چې ډېر اړين دي، يو يې د ښځينه کرکټ لوبډلې جوړول دي او بل يې هم د لوبغاړو لپاره د داسې ډېټابېس جوړول دي چې پر بنسټ يې بايد د مختلفو سياليو لپاره د ډسپلين، کارکردګۍ او فيزيکي جوړښت په اساس لوبغاړي غوره شي.))

د يادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي ډېر په چټکۍ د ښځو کرکټ لوبډلې د جوړولو لپاره هڅې پيل کړې دي، چې په دې لړ کې په کابل لوبغالي کې د ښځينه لوبغاړو ترمنځ خپلمنځي لوبې هم ترسره شوې دي.

ښځينه لوبغاړې ٧

خو بل لوري ته ډېرى هېوادوالو په دې نيوکې هم کړې دي او د ښځينه لوبډلې سره يې مخالفت ښکاره کړى دى. په دې لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار تاج ملک عالم هم له دې کار سره مخالفت ښکاره کړى دى او په خپل يو فېسبوکي پوسټ کې يې ويلي و، چې کرکټ بورډ او اى سي سي دې زموږ مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته احترام وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

نوين الحق او شاهد اپريدى

“درناوى وکړه، درناوى به دې وشي” نوين الحق پاکستاني شاهد اپريدي ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوين الحق يو ځل بيا پاکستاني لوبغاړي …