کورپاڼه / بېلا بېل / اوس مصنوعي طوفان هم راوستل کېدلی شي
مصنوعي طوفان

اوس مصنوعي طوفان هم راوستل کېدلی شي

په میامي کې داسې پکي جوړ شوي، چې په ساعت کې تر ۱۵۷ کیلومتره تېز رفتار کولی او  طوفان رامنځته کولی شي.

په ساینس کې د Conspiracy theories تر دې حده وايي، یو هیواد کولی شي چې مصنوعي زلزله رامنځته کړي یا سمندري طوفان راپورته کړي، خو اوس داسې ماشین جوړ شوی، چې د نړۍ ګړندۍ باد رامنځته کړي او پنځمه درجه سمندري طوفان را پورته کړي.

دې ډول ماشین ته د باد دېوال یا هم د wall of wind نوم اخیستل کېږي، چې کولی شي په ساعت کې د ۱۵۷ کیلومتره په رفتار یا هم په یوه ثانیه د ۷۰ میترو په تېزۍ سره طوفان رامنځته کړي.

مصنوعي طوفان ١

ویل کېږي چې دا ماشین یې د سانیسي څېړنو لپاره، چې په باد او باران ترسره کېږي، جوړ کړی دی. دغه راز دا ماشین د کورونو او ښارونو په داسې جوړولو کې چې له طوفان څخه په امان وي هم ګټور تمامېږي.

بله خوا ویل کېږي، چې ذکر شوی ماشین یې دومره زر نه دی جوړ کړی، بلکې د امریکا د فلوریډا ایالات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د نړیوال سمندري مرکز (IHRC) کارپوهانو لخوا د ۱۵ کلونو دوامداره کار وروسته رامنځته شوی دی.

په دې ماشین په کال ۲۰۰۵ کې دوه توربینه نصب شوي و، چې ۵۳ متره په ثانیه کې سرعت درلود خو اوس ۱۲ توربینونه لري، چې په ثانیه کې ۷۰ متره تېزوالی لري او یوه ونه په ثانیه کې ۴۲ مترو په تېزوالی د باد مقاومت نه شي کولی

مصنوعي طوفان ٢

ویل کېږي چې دا ماشین د هر ډول ودانیو د ارزونې لپاره کارول کېږي او معلومولی یې شي، چې له طوفان وروسته به په کوم ډول وي.

وایي، چې دې ماشین ته واړه کورونه او ودانۍ په یو تاوېدونکي میز ږدي، تر څو وګوري چې تر څومره وخته له طوفان سره مقاومت کولی شي او په دې ډول ټولې ودانۍ ارزول کېږي.

ساینسپوهان د طوفان د کچې معلومولو لپاره Seifer Simpson Hurricane Scale څخه ګټه اخلي. مثلاً، د امریکا په متحده ایالاتو کې تر ټولو سخت طوفان Katrina and Andrew پنځه درجې و، چې په همدې ډول دا ماشین هم پنځه درجې طوفان رامنځته کولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …