کورپاڼه / روغتيا / که غواړئ چې دماغ مو ښه وي، نو پوره خوب وکړئ
دماغ

که غواړئ چې دماغ مو ښه وي، نو پوره خوب وکړئ

پوره خوب کول د ډېرو رواني ناروغیو اغېزمنه درملنه کیدلی شي، همدا راز که غواړئ چې دماغ مو ښه وي، نو پوره خوب وکړئ.

ارواپوهانو موندلې، چې که یو څوک پوره خوب نه کوي یا هم د کوم دلیل پر اساس د بې خوبۍ سره مخ وي، نو په دماغو کې یې داسې ناوړه فکرونه پیدا کېږي، چې بیا یې کنټرولول خورا ګران کار دی. خو که خوب پوره شي نو انسان کولی شي په خپل دماغو او احساسات برلاسی شي.

دغه څیړنه د (Clinical Psychological Sciences) انلاین څېړنیز ژورنال لخوا په وروستۍ ګڼه کې خپره شوې او د انګلستان هیواد د یارک پوهنتون د ارواپوهنې څانګې استاد (مارکوس هیرنګټن) تر څارنې لاندې ترسره شوې.

د دې لپاره چې دوی معلومه کړي، بې خوبي د انسان په دماغو او احساساتو څه اغېزه لري، ۶۰ تنه په رضاکارانه ډول تر څېړنې لاندې ونیول او په دوو ډلو یې وویشل. یوه ډله یې پرېښودل چې په پوره ډول خوب وکړي خو دوهمه ډله یې مخکې له دې چې خوب پوره کړي، را ویښ کړل او سمدستي یې دواړه ډلې په ارواپوهنیزو متیودونه تر ارزونې لاندې ونېول، ترڅو معلومه کړي چې دوی څومره پخپلو دماغو او احساساتو برلاسي دي.

په پایله کې معلومه شوه، هغه کسان چې په پوره توګه یې خوب کړی و، خپل فکرونه او احساسات کنټرولی شي. خو هغه کسان چې کم خوب یې کړی نتیجه یې منفي وه او ذهنونه یې د متضادو، حیرانوونکو او ځورونکو فکرونو څخه ډک و.

دا څېړنه په ځانګړي ډول د هغو رواني او عصبي ناروغانو لپاره، چې د یو شی په اړه ډېر فکر کوي او د سخت فشار لاندې راځي، ترسره شوې ده.

ډاکټر هیرنګټن وایي، پوره خوب کول نه یوازې د ډېرو رواني ناروغیو مخه نیسي، بلکې د عصبي ناروغیو په درملنه کې هم مرسته کولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره …