کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج لومړۍ لوبه: ويلو سيټي په ٥ ويکټو بريا خپله کړه
ويلو سيټي

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج لومړۍ لوبه: ويلو سيټي په ٥ ويکټو بريا خپله کړه

د اى پي ايل د ليګ پړاو سياليو له ختمېدو وروسته د هند د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سيالۍ هم په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې ويلو سيټي د ٥ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج لومړۍ لوبه د ويلو سيټي او سوپر نواس لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ويلو سيټي پچه وګټله او لومړى يې سوپر نواس ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سوپر نواس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې چماري اتاپتو جيانګاني ٤٤، لوبډلمشرې هرمن پريت کور ٣١ او ششي کلا سري وردنى ١٨ منډې ترلاسه کړې.

د ويلو سيټي له لوري ايکتا بيشت ٣، ليغ کسپريک او جهان ارا عالم ٢-٢ ويکټې واخيستې.

د ١٢٧ منډو هدف د ويلو سيټي په ١٩.٥ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

د دوى له ډلې سوني لوس ٣٧ ناسوځېدلې، سشما ورما ٣٤ او ويدا کرشنا مورتي ٢٩ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د سوپر نواس له لوري ايابونګا خاکه ٢، رادا يادو، پونم يادو او ششي کلا سري وردنى ١-١ ويکټ واخيستې.


د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه سوني لوس ته ورکړل شوه.

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سيالۍ چې د درې لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، ويلو سيټي د لومړۍ بريا سره دوه نومرې ترلاسه کړې. سبا د نومبر په پنځمه به دويمه لوبه د ويلو سيټي او ټرايل بلېزر لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې د هند د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج سياليو کې د هند ښځينه لوبغاړو تر څنګ د نورو هېوادونو مشهورې ښځينه لوبغاړې هم لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

لنکا پریمئیر لیګ: د شاهد اپريدي لوبډلې لومړۍ ماته وخوړه

د جافنا سټالونز لوبډلې لپاره اویشکا فرنانډو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه …