کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د هند مخکښ او د نړۍ غوره توپوهونکى ويراټ کوهلي ٣٢ کلن شو
ويراټ کوهلي

د هند مخکښ او د نړۍ غوره توپوهونکى ويراټ کوهلي ٣٢ کلن شو

د هند يو مخکښ توپوهونکى چې په نړيواله کچه ځلېدونکى او غوره توپوهونکى دى، ويراټ کوهلي نن خپله ٣٢مه کليزه لمانځي، نوموړى په ١٩٨٨ کال کې د نومبر په پنځمه نېټه د هند په نوي ډيلي کې زېږېدلى و.

ويراټ کوهلي په نړيوالو سياليو کې ٢١٩٠١ منډې کړې دي، ٧٠ سليزې يې وهلي دي، اوسط يې ٥٦.١٥ دى، د ٢٠١١ نړيوال جام او ٢٠١٣ چېمپينز ټرافي په اتلولۍ کې يې برخه درلوده او د نړيوالو يو ورځنيو لوبو درجه بندۍ کې لومړى او د ټېسټ لوبو درجه بندۍ کې دويم مقام لرونکى توپوهونکى دى.

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي په ٣ کلنۍ کې له کرکټ سره شوق پېدا شوى و، چې دا شوق يې وروسته په پروفېشن بدل شو. هغه ځوانانو او ولايتي سياليو او بيا په ډوميسټيک سياليو کې ښه وځلېده، چې په ٢٠٠٦ کال کې د هند ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې ته غوره شو. د ٢٠٠٨ کال د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام، چې په مالېزيا کې ترسره شو، ويراټ کوهلي په ٦ لوبو کې ٢٣٥ منډې ترلاسه کړې.

د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله کې تر ځلېدو وروسته په ٢٠٠٨ کال کې په لومړي ځل هغه د سريلانکا پر وړاندې لوبو لپاره د هند کرکټ ملي لوبډله کې شامل شو.

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي شاته ونه کتل او د خپلې ښې توپوهنې پر مټ يې په ملي لوبډله کې خپل ځان ځاى کړ او د هند ملي لوبډلې د مهم لوبغاړي په توګه يې ځان ثابت کړ.

هغه همدا راز مرستيال لوبډلمشر وټاکل شو او بيا په ٢٠١٤ کې د ټېسټ او په ٢٠١٧ کال کې د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر هم وټاکل شو، چې اوس د هند د درې واړه بڼو لوبډلمشري په غاړه لري.

ويراټ کوهلي په ٨٦ ټېسټ لوبو کې د ٥٣.٦٢ په اوسط ٧٢٣٠ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه پاڼۍ کې يې زياتې ٢٥٤ منډې هم ترسره کړې دي او ٢٧ سليزې او ٢٢ پنځوسيزې يې وهلي دي.

ويراټ کوهلي

په ٢٤٨ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې نوموړي ١١٨٦٧ منډې ترلاسه کړې دي چې په يوه لوبه کې يې ١٨٣ زياتې منډې دي، اوسط ٥٩.٣٣ دى او ٤٣ سليزې او ٥٨ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

په ٨٢ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې نوموړي ٢٧٩٤ منډې ترلاسه کړې دي، چې ٩٤ ناسوځېدلې يې زياتې منډې دي، ٥٠.٨٠ اوسط او ١٣٨.٢٤ سټرايک رېټ لري او ٢٤ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

ويراټ کوهلي

نوموړي د کرکټ په نړۍ کې ډېر ريکارډونه هم په خپل نوم لري، چې پکې د چټکو ٨٠٠٠، ٩٠٠٠ او ١٠٠٠ منډو جوړول هم دي، همدا راز نور يو شمېر ريکارډونه هم لري.

ويراټ کوهلي په اى پي ايل سياليو کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشر او د دې تر څنګ د اى پي ايل په تاريخ کې تر ټولو زياتې منډې جوړونکى توپوهونکى هم دى، چې له پنځه زرو څخه زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي.

انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي په ٢٠١٧ کال کې د هندي فلمونو له مشهورې هنرمندې انوشکا شرما سره واده وکړ، چې څه وخت مخکې دواړو په ټولنيزو رسنيو کې اعلان کړى و، چې د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت کې به له دوو څخه درې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډواين براوو

د براوو ٣٧مه کليزه: يوازينى لوبغاړى چې شل اوريزو لوبو کې يې ٥٠٠ ويکټې اخيستي

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مخکښ الراونډر او د شل اوريزو لوبو يو …