خپلواک وېبپاڼه (۹ اکتوبر ۲۰۱۹): د مس عينک اتلانو له لوري نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز د بند امير ښاماران توپ اچونکي د زړه له اخلاصه وټکول او خپلې لوبډلې ته يې بريا ور په برخه کړه.
د مس عينک اتلانو لوبډلې په خپله دويمه لوبه کې د بند امير لوبډلې ته په ۹ منډو ماته ورکړه او په روانې شپږيزه کرکټ ليګ کې يې دويمه بريا خپله کړه، همدا راز د راشد خان په لوبډلمشرۍ بند امير ښامارانو لوبډلې خپله دويمه لوبه هم وبايلله.
د شپږيزې کرکټ ليګ څلورمه لوبه د کابل لوبغالي کې سهار ۹ بجې د مس عينک اتلانو او د بند امير ښامارانو لوبډلو ترمنځ پيل شوه. په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
مس عينک اتلانو له لوري د پيل توپوهونکو نور علي ځدراڼ او رحمن الله ګربز د بند امير ښامارانو توپ اچونکي ښه وټکول او ۱۳۴ منډو ملګرتيا يې وکړه او د خپلې لوبډلې هدف يې ډېر قوي کړ. د دوی ملګرتيا د شپږيزې کرکټ لیګ د تاريخ دويمه لويه ملګرتيا وه.
مس عينک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۷۷، رحمن الله ګربز ۵۶ او طارق ستانکزي ۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ۱۹۳ منډو د هدف په تعقيب کې د بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې شوکت زمان ۵۴، جاوېد احمدي ۴۱ او ناصر جمال ۳۹ منډې وکړې.
د مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق، محمد نبي، يمين احمدزي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې په زړه پورې توپوهنه وکړه او ۷۷ منډې يې ترلاسه کړې.