کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل کواليفاير ١: ډيلي د ممبۍ پر وړاندې، نن به يوه لوبډله پايلوبې ته لار پېدا کړي
روهيت شرما او شرياس اير

اى پي ايل کواليفاير ١: ډيلي د ممبۍ پر وړاندې، نن به يوه لوبډله پايلوبې ته لار پېدا کړي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ليګ پړاو سياليو له ختمېدو وروسته څلور لوبډلو پلى اف پړاو ته لار پېدا کړې ده، چې نن به د ليګ پړاو دوه مخکښې لوبډلې سره مخامخ شي.

د پلى اف پړاو لومړۍ کواليفاير لوبه نن د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

ممبۍ انډينز د ١٨ نومرو سره د جدول تر ټولو مخکښه او ډيلي کاپيټلز د ١٦ نومرو سره په جدول کې دويم مقام درلود.

نن چې هره لوبډله بريا خپله کړي، نېغ په نېغه به د اى پي ايل پايلوبې ته لار پېدا کړي او کومه لوبډله چې له ماتې سره مخ شوه، هغه به دويمې کواليفاير لوبې ته لاړه شي.

که د وروستيو درې لوبو خبره وشي، نو ممبۍ انډينز دوه ګټلي او ١ يې بايللې ده، همدا راز ډيلي کاپيټلز بيا دوه بايللي او ١ لوبه يې ګټلې ده.

په ليګ پړاو کې دواړه لوبډلې دوه ځلې مخ شوې وې، چې ممبۍ انډينز پرې برلاسې وه او په دواړه لوبو کې يې ماتې ورکړې وه. که چېرته داسې وکتل شي، نو ښايي نن هم ممبۍ انډينز بريا ترلاسه کړي، خو کرکټ د لک باى چانس لوبه ده او نن به په مېدان کې وکتل شي، چې کومه لوبډله پايلوبې ته ځان رسوي.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ممبۍ انډينز: کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، ايشان کشن، سوريا کمار يادو، سوراب تيواري، کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، هارديک پانډيا، کرونال پانډيا، راهول چاهار، جېمز پيټنسن، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

ډيلي کاپيټلز: شيکر دهون، پريتوي شاو، اجينکى ريهانى، شرياس اير (لوبډلمشر)، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، مارکوس سټوينيس، اکشر پټيل، کاګيسو رباډا، ار اشوين، ډينيل سامس او انريک نورجه.

Loading...

دا هم ولولئ

ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز

اى پي ايل: د ډيلي او ممبۍ او بېنګلور او حېدراباد ترمنځ مهمې لوبې ترسره کېږي

نن د اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ …