کورپاڼه / روغتيا / د اميندوارۍ پر مهال دا ویټامین مو د ماشوم ذهني وړتیاوې زیاتوي
ويټامين

د اميندوارۍ پر مهال دا ویټامین مو د ماشوم ذهني وړتیاوې زیاتوي

ویټامین ډي یو له مهمو مغذي مواد څخه دي، چې زموږ د بدن د مختلف فعالیتونو لپاره خورا ګټور ګڼل کېږي.

د امیندوارۍ پرمهال د مور په بدن کې د ویټامین ډي روغتیایي کچه، د ماشوم د دماغو په نشو و نما کې مرسته کوي. دا خبره د یوې روغتیایي موندنې په ترڅ کې وشوې.

په The Journal of Nutrition طبي ژورنال کې په خپرې شوې څېړنې کې ویلی شوي، چې په مېندو کې د امیندوارۍ پر مهال د ویټامین ډي کچه، د ماشومانو د ذهني وړتیاوو سره نیغه اړیکه لري. یعنې که چېرې د حمل په دوران کې د مېرمنې د ویټامین ډي کچه لوړه وه، نو د ماشوم ذهني وړتیاوې هم ورسره ډېرېږي.

څیړونکو وایي، چې د ویټامین ډي کمښت د امیندوارو مېرمنو په ګډون عامه ستونزه ګڼل کېږي او هیله مندي ښایي چې ډاکتران به په امیدوارو مېرمنو کې دا ستونزه له پامه نه غورځوي.

دوی زیاتوي چې (میلانین) پوستکی د لمر له زیان څخه ژغوري او د (الټراویلټ) وړانګو مخنیوی کوي. چې په همدې سبب پوستکي کې د ویټامین ډي تولید کمېږي او زیات شمېر خلک یې له کمښت سره مخ کېږي.

د څېړنو له مخې ویل کېږي، چې ۴۶ سلنه مېرمنې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي، خو د ویټامین ډي کمښت بیا په تور پوستکو کې عام دی.

دا څېړنې د ۲۰۰۶ ز کال پر زېږېدلو ماشومانو ترسره او د وخت په تېرېدو د دوی دماغي او ذهني وړتیاوې په پام کې ونېول شوې.

د ذهني وړتیاوو او یو څو نورو فکټورونو په پام کې نېولو سره معلومه شوه، هغه مېرمنې چې د ویټامین کچه یې لوړه وي، ماشومان یې د ۴ څخه تر ۶ کلنې پورې د ذهني وړتیاوو څښتن کېږي.

که څه هم په څېړنه کې لاملونه نه دی څرګند شوي، خو څېړونکو خوش باوري ښودلې، چې دا موندنې به یې نورو څېړنو ته لار هواره کړي. څېړونکي وایي، چې کولی شو دا ستونزه په آسانۍ حل او د ویټامین ډي کچه لوړه کړو. د مثال په ډول د Supplement په کارولو یا هم د ماهي غوښه، هګۍ او نورو په کارولو یې پوره کولی شو.

دوی وایي، په دې برخه کې څېړنو ته اړتیا ده، چې د امیندوارو مېرمنو د ویټامین ډي کچه باید څومره وي.

Loading...

دا هم ولولئ

هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره …