کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په وروستيو څرګندونو سختې نيوکې
فرهان يوسفزى

د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په وروستيو څرګندونو سختې نيوکې

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي تېره ورځ ويلي دي، چې د کرکټ بورډ نوى اجراييه رييس رحمت الله قريشي په لومړي ځل د ازادې سيالۍ له لارې غوره شوى دى. د هغه په دې خبره سختې نيوکې شوې دي.

هغه کسان چې د افغانستان کرکټ له نږدې څخه تعقيبوي، د فرهان يوسفزي په دې خبره يې نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، چې له دې څخه مخکې چې کوم کسان په دې بست مقرر شوي و، ايا هغوى د شفافې لارې څخه نه و راغلي.

د بي بي سي پښتو ايډيټر، خبريال او مشهور ليکوال ايمل پسرلي، چې په افغانستان کرکټ ډېر له نږدې څخه نظر ساتي او د کرکټ په اړه يې يو کتاب هم ليکلى دى. د فرهان يوسفزي د يادو خبرو سکرين شاټ خپور کړى دى او ليکلي يې دي چې مخکينى اجراييه رييس هم له همدې لارې څخه ګمارل شوى و.

ايمل پسرلي په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((کرکټ بورډ وايي په لومړي مو اجراييه رييس د ازادو سياليو له لارې په دنده وګوماره. مخکينى اجراييه رييس لطف الله ستانکزى هم په همدې بڼه له ګڼو کسانو سره تر مرکو وروسته ګومارل شوى و. نه پوهېږم دقت مانا نه لري او که دا (لومړى ځل) کومه ځانګړنه لري؟.))

اېمل پسرلى

د ايمل پسرلي په دې پوسټ باندې د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخواني مشر او ورزشي خبريال ابراهيم مومند په خپله تبصره کې ليکلي دي، چې د فرهان يوسفزي پر وړاندې د کرکټ بورډ خبره نه چلېږي.

هغه په خپله تبصره کې ليکي: ((پسرلى صېب! چېرته چې د يوسفزي صيب خبره وي هلته د کرکټ بورډ هغه نه چليږي. که نه کرکټ بورډ په دې دعوې سره خپل د پخواني مشر عزيز الله فضلي مشري، پرېکړه او د لطف الله ستانکزي دوره تر سوال لاندې راوستې ده.))

ابراهيم مومند

د فرهان يوسفزي د يادې خبرې سکرين شاټ د پژواک خبريال جاويد هميم کاکړ هم خپور کړى دى. هغه وايي چې د دې خبرې معنا دا ده چې پخوا غېر قانوني اجراييه رييسان ټاکل شوي و.

نوموړى په خپل پوسټ کې ليکي: ((د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د لومړي ځل لپاره اجراييوي رييس د ازادې سيالۍ له لارې ټاکل شوى، يعنې پخوا چې څومره اجراييوي رييسان ټاکل شوي و، په غير قانوني، غير شفافې، غير ازادې سيالۍ له لارې پراشوټي راغلي و؟؟.))

جاوېد هميم کاکړ

د يادولو وړ ده چې څو مياشتې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د دغه ادارې اجراييه رييس لطف الله ستانکزى له دندې ليرې کړل. د څو مياشتو په تېرېدو دوه ورځې وړاندې د کرکټ بورډ نوى اجراييه رييس رحمت الله قريشي وټاکل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

نوين الحق او شاهد اپريدى

“درناوى وکړه، درناوى به دې وشي” نوين الحق پاکستاني شاهد اپريدي ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوين الحق يو ځل بيا پاکستاني لوبغاړي …