کورپاڼه / ريکارډونه / د منډو ماشين ويراټ کوهلي ١٠ غوره ريکارډونه
ويراټ کوهلي

د منډو ماشين ويراټ کوهلي ١٠ غوره ريکارډونه

د منډو ماشين او د هدف پوره کولو مخکښ ويراټ کوهلي نن خپله ٣٢مه کليزه لمانځي. نوموړى چې د نړۍ يو مخکښ توپوهونکى او د هند يو مخکښ لوبډلمشر دى، په درې واړه بڼو کرکټ کې ځلېدلى او ډېر ريکارډونه يې په خپل نوم کړي دي.

نن د ويراټ کوهلي د کليزې په ورځ د هغه د ١٠ ريکارډونو په اړه له تاسې سره معلومات شريکوو.

١-: ويراټ کوهلي د يوه هندي توپوهونکي په توګه د زياتو غبرګو سليزو ريکارډ له ځان سره لري. هغه په ټېسټ لوبو کې تراوسه پورې ٧ غبرګې سليزې وهلي دي، همدا راز د ټېسټ لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هغه د ٦ غبرګو سليزو ريکارډ هم لري.

٢-: نوموړى د هند تر ټولو چټک توپوهونکى دى چې په ټېسټ سياليو کې يې تر نورو ژر ٢٥ سليزې وهلي دي.

٣-: په ٢٠١٩ کال کې ويراټ کوهلي لومړنى توپوهونکى شو چې په يوه لسيزه کې يې تر ټولو زياتې ٢٠ زره منډې ترلاسه کړې.

٤-: په ٢٠١٦ کال کې د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې نوموړي ٩٧٣ منډې وکړې، دا د شل اوريزو سياليو په يو پړاو کې تر ټولو زياتې منډې دي.

٥-: په ٢٠١٩ کال کې په نړيوال شل اوريز جام کې نوموړى لومړنى لوبډلمشر شو چې پنځه نيمه سليزې يې ووهلې، همدا راز دويم توپوهونکى دى چې له اسټراليايي سټيو سميت وروسته يې دا کارنامه ترلاسه کړه.

٦-: د هند کرکټ په تاريخ کې نوموړى د ټېسټ تر ټولو بريالى لوبډلمشر دى، چې تراوسه پورې يې په ٣٣ ټېسټ لوبو کې د هند لوبډله بريا ته رسولې ده.

٧-: ويراټ کوهلي د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په تاريخ کې تر ټولو ژر د چټکو منډو پوره کولو ډېر هدفونه پوره کړي دي. هغه په ١٧٥ لوبو کې ٨٠٠٠، په ١٩٤ لوبو کې ٩٠٠٠، په ٢٠٥ لوبو کې ١٠٠٠٠ او په ٢٢٢ لوبو کې د ١١٠٠٠ منډو هدف پوره کړى دى، چې تر ټولو مخکښ دى.

٨-: نوموړى لومړنى توپوهونکى دى چې په درې لوبو کې يې د دوه بېلا بېلو هېوادونو پر وړاندې درې سليزې وهلي دي. هغه دا سليزې د سريلانکا او ويسټ انډيز پر وړاندې ترسره کړې دي.

٩-: ويراټ کوهلي يوازينى توپوهونکى دى، چې په يوه لوبلړۍ کې يې ٦ ځلې له ٣٠٠ څخه زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

١٠-: په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ويراټ کوهلي يوازينى توپوهونکى دى چې ٢٦ سليزې يې د مخالفې لوبډلې د هدف پوره کولو يا دويمه پاڼۍ کې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عليم ډار

عليم ډار به د نړۍ لومړى لوبڅار شي

پاکستانى لوبڅار عليم ډار ته نن د پاکستان او زمبابوې ترمنځ دوېمه پنځوس اوريزه لوبه …