کورپاڼه / روغتيا / د وینې د لوړ او ټیټ فشار په اړه ځینې تېروتنې
فشار

د وینې د لوړ او ټیټ فشار په اړه ځینې تېروتنې

د وینې لوړ فشار، چې د Hypertension په نوم هم پیژندل کېږي، د زړه د بېلابېلو ناروغیو لپاره خطرناک ثابتېږي او د وینې تيټ فشار هم د چکر خوړلو یا سر ګرځېدلو سبب کېږي، چې د زړه روغتیایي حالت اغېزمن کولی شي.

هغه غلطۍ چې د وینې د لوړ او ټیټ فشار په اړه شتون لري، په لاندې ډول دي.

په ورځني ډول د وینې په فشار کې ځینې بدلونونه رامنځته کېږي، چې ډېری خلک ورته پاملرنه نه کوي. که څه هم دغه بدلونونه زیانمن نه وي خو د وخت په تېرېدو سره ضرر رسولی شي. لوړ فشار درلودل کیدای شي ډېرې جدي ناروغۍ رامنځته کړي او د ټیټ فشار درلودل مو ورځني نورمال فعالیتونه د ستونزو سره مخ کوي. نو د وینې فشار ته مو پاملرنه وکړئ او په معمولي بدلون سره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د لوړ فشار درملنه نه کېږي:

ډېری هغه کسان چې د لوړ فشار سره مخ وي، باور لري، چې درملنه یې نشي کېدلی، خو داسې نه ده، ښه خواړه، د ژوند کولو سمه طریقه او د ډاکتر مشورې د لوړ فشار په کنټرولولو کې مهم رول لري.

لږ مالګه وکاروئ:

د مالګې ډېر یا غلط استعمال نه یوازې د وینې فشار ته زیان رسوي، بلکې پښتورګو ته هم ضرر پېښولی شي، نو د مالګې لږ استعمال مو د وینې د فشار په کنټرول کې مرسته کولی شي.

ځینې خلک د لوړ فشار پر مهال سمدستي درمل کاروي، چې د ډاکتر له مشورې پرته زیانمن تمامېدلی شي. نو مهمه ده چې ډاکتر ته لاړ شو او لارښوونې یې عملي کړو، ترڅو فشار مو کنټرول شي.

آیا د کافي څښل د لوړ فشار لپاره ښه ده؟

هغه کسان چې د وینې ټیټ فشار لري، کافي څښل یې لوړولی شي، خو هغه چې لوړ فشار لري د کافي څښل دې کم کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

تر ډېره ناسته

هغه عادت چې د خطرناکو ناروغیو سبب جوړېدلی شي

تر ډېره پورې کېناستل د منځني عمر لرونکي لپاره د مرګ خطر ډېرولی شي، خو …