کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ښځينه ټي ٢٠ چېلنج: د ويلو سيټي لوبډله په ٤٧ منډو وسوځېده او ټرايل بلېزر په ٩ ويکټو بريا خپله کړه
ټرايل بلېزر لوبډله

ښځينه ټي ٢٠ چېلنج: د ويلو سيټي لوبډله په ٤٧ منډو وسوځېده او ټرايل بلېزر په ٩ ويکټو بريا خپله کړه

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج په دويمه لوبه کې د ويلو سيټي لوبډله ډېر ژر وسوځېده چې يوازې ٤٧ منډې يې وکړې او د ټرايل بلېزر لوبډلې ورته د ٩ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د ښځينه ټي ٢٠ چېلنج دويمه لوبه نن د ويلو سيټي او ټرايل بلېزر لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې ويلي سيټي د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د ويلو سيټي لوبډله په توپوهنه کې ناکامه شوه او ټولې لوبغاړې يې په ١٥.١ اورونو کې د ٤٧ منډو په جوړولو وسوځېدې. تر ټولو زياتې منډې شفالي ورما ترلاسه کړې، چې ١٣ منډې وې، همدا راز ليغ کيسپريک ١١ ناسوځېدلې او شيکها پانډى ١٠ منډې وکړې، دوه لوبغاړې يې په صفر او درې لوبغاړې په يوه يوه منډه وسوځېدې.

د ټرايل بلېزر له لوري سوپي ايکليسټون په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٣.١ اورونو کې يې ٤ لوبغاړې وسوځولې او يوازې ٩ منډې يې ورکړې، ١ مېډن اور يې هم ترسره کړ. همدا راز جهولن ګوسوامي او راجيشوري ګايکواړ ٢-٢ او ديپتي شرما ١ ويکټ واخيسته.

د ٤٨ منډو هدف د ټرايل بلېزر لوبډلې په ٧.٥ اورونو کې د يوې لوبغاړې په سوځېدو پوره کړ او د ٩ منډو په ستر توپير يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د دوى له لوري دياندرا ډوتين ٢٩ ناسوځېدلې او ريچا ګهوش ١٣ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز د د ويلو سيټي له لوري ليغ کيسپريک ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه سوپي ايکليسټون ته ورکړل شوه، چې په زړه پورې توپ اچونه يې ترسره کړې وه او ٤ لوبغاړې يې سوځولې وې.

دا د ټرايل بلېزر لومړۍ لوبه وه چې بريا يې خپله کړه او د ٢ نومرو سره په جدول کې لومړي مقام ته لاړه، همدا راز د ويلو سيټي بيا دويمه لوبه وه، چې له لومړۍ ماتې سره مخ شوه او د ٢ نومرو سره په دويم مقام ده، سوپر نواس بيا کومه لوبه نه ده ګټلې.

سبا د نومبر په ٧مه نېټه به دريمه لوبه د ټرايل بلېزر او سوپر نواس لوبډلو ترمنځ په شارجه کې ترسره شي، چې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

لوکي فيرګوسن

نيوزيلېنډ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه

د ويسټ انډيز او نيوزيلېنډ ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له امله د څه وخت …