کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بومرا او بولټ د ډيلي لوبډله دړې وړې کړه، ممبۍ انډينز پايلوبې ته لار پېدا کړه
جسپريت بومرا

بومرا او بولټ د ډيلي لوبډله دړې وړې کړه، ممبۍ انډينز پايلوبې ته لار پېدا کړه

جسپريت بومرا او ټرينټ بولټ د ډيلي کاپيټلز توپوهونکي دړې وړې کړل او ممبۍ انډينز ته يې ستره بريا ورپه برخه کړه چې ممبۍ د اى پي ايل پايلوبې ته لار پېدا کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل لومړۍ کواليفاير لوبه د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې د ممبۍ انډينز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې ايشان کشن د ٣ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٣٠ توپونو ٥٥ ناسوځېدلې، سوريا کمار يادو د ٢ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٣٨ توپونو ٥١، کوانټين ډي کوک د ١ شپږيزې او ٥ څلوريزو په مټ په ٢٥ توپونو ٤٠ او هارديک پانډيا د ٥ شپږيزو په مټ په ١٤ توپونو ٣٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري ار اشوين په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز انريک نورجه او مارکوس سټوينيس ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٠١ منډو هدف په تعقيب کې ډيلي کاپيټلز خپل درې لوبغاړي په صفر ورکړل، چې دوه بولټ په لومړي اور کې دريم جسپريت بومرا په دويم اور کې وسوځاوه.

ډيلي په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣ منډې وکړې او د ٥٧ منډو په توپير يې بريا خپله کړه چې له دې سره د اى پي ايل پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.

د ډيلي له لوري مارکوس سټوينيس ٦٥ او اکشر پټيل ٤٢ منډې وکړې، همدا راز پريتوي شاو، شيکر دهون او اجينکى ريهانى په صفر وسوځېدل.

د ممبۍ انډينز له لوري جسپريت بومرا او ټرينټ بولټ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، بومرا په ٤ اورونو کې ١٤ منډې ورکړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول او ١ مېډن اور يې هم ترسره کړ، بولټ په ٢ اورونو کې ٩ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول او ١ مېډن اور يې هم وکړ. همدا راز هارديک پانډيا او کيرون پولارډ هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جسپريت بومرا ته ورکړل شوه.

ممبۍ انډينز لوبډله پايلوبې ته لاړه او د ډيلي کاپيټلز لوبډله يو چانس بل هم لري، چې پايلوبې ته ځان ورسوي. سبا ايليمينېټر لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې په دې لوبه کې هره لوبډله بريالۍ شوه، له ډيلي کاپيټلز سره به د نومبر په اتمه نېټه په دويمه کواليفاير لوبه کې مخ شي او هلته چې هرې لوبډلې لوبه کې بريا خپله کړه، نو په پايلوبه کې به ممبۍ انډينز سره مخ شي، چې د نومبر په ١٠مه نېټه ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيلي کاپيټلز

د رباډا خطرناکه توپ اچونه، ډيلي د حېدراباد لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه

په ١٩م اور کې کاګيسو رباډا د حېدراباد درې لوبغاړي عبدالصمد، راشد خان او شريواتس …