کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د ښځو لوبډله د تمريناتو لپاره بهر ته لېږي
د افغانستان ښځينه لوبډله

کرکټ بورډ د ښځو لوبډله د تمريناتو لپاره بهر ته لېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د ښځينه ملي لوبډلې لپاره ٢٥ لوبغاړې له بېلا بېلو ولايتونو څخه غوره کړي دي، چې دوى ته به لومړى قرارداد ورکړل شي او له هغه وروسته به د نورو تمريناتو لپاره بهر ته ولېږل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې کرکټ بورډ د بېلا بېلو ولايتونو څخه د ٤٠ ښځينه لوبغاړو لپاره په کابل کې تمريناتي کمپ پيل کړى و، چې د ياد تمريناتي کمپ څخه وروسته يې ٢٥ لوبغاړې غوره شوې، چې د کرکټ بورډ له لوري به ورته قرارداد ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ياد تمريناتي کمپ چې د ټولو اسلامي ارزښتونو په پام کې نيولو سره د تېرې اکتوبر مياشتې په ١٧مه نېټه پيل شوى و، نن پاى ته ورسېد، چې په ترڅ کې يې د لوبغاړو پر توپوهنې، توپ اچونې او توپ نيونې هر اړخيز کار وشو.

کرکټ بورډ وايي، چې د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د اصولو له مخې بايد افغانستان هم ښځينه لوبډله ولري، په همدې خاطر کرکټ بورډ هم دا وپتيېله چې ((د ټولو اسلامي او د هېواد کلتوري ارزښتونو ته په پام سره ښځينه کرکټ ملي لوبډله رامنځته کړي.))

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې: ((همدارنګه اداره په پام کې لري، ترڅو يادې لوبډلې ته په نږدې راتلونکي کې د اسلامي هېوادونو له منځه په يوه هېواد کې د ښځینه روزونکو تر روزنې لاندې روزنیر او تمریناتي کمپ هم چمتو کړي.))

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((د يادولو وړ ده چې د‌ ښځينه لوبډلې د رامنځته او چمتو کېدو وروسته به د‌ کرکټ نړيواله شورا افغان لوبډلې ته د ورته کچې له لوبډلو سره سيالۍ او لوبلړۍ هم پيلوي.))

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ښځو ملي لوبډلې له جوړولو سره ډېرى خلکو مخالفت ښکاره کړى دى، چې په دې لړ کې د کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار تاج ملک عالم هم په فېسبوک کې يو پوسټ کړى و او له کرکټ بورډ او اى سي سي څخه يې غوښتنه کړې وه، چې زموږ مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته دې درناوى وکړي او د ښځينه لوبډلې له جوړولو څخه دې تېر شي.

Loading...

دا هم ولولئ

نوين الحق او شاهد اپريدى

“درناوى وکړه، درناوى به دې وشي” نوين الحق پاکستاني شاهد اپريدي ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوين الحق يو ځل بيا پاکستاني لوبغاړي …