کورپاڼه / جالب / ولې له غوایي څخه د غېږې چاپېرولو ټرینډ مشهور شو؟
غوايي

ولې له غوایي څخه د غېږې چاپېرولو ټرینډ مشهور شو؟

د کرونا ویروس په جریان کې، چې ټوله نړۍ کرنتین شوې او خلک پخپلو کورونو کې بند پاتي دي، ډېری کسان له ذهني فشار سره مخ شوي، خو اوس ویل کېږي چې د څارویو سره وخت تېری د فشار په کمولو کې مرستندویه ثابتېدلی شي.

راځئ په همدې اړه یو څه ولولو او په دې پوه شو چې ولې له (غوایي څخه د غېږې چاپېرولو) نوی ټرینډ مشهور شوی دی؟

دا ټرینډ د نیدرلینډ هیواد له یو کلي څخه د (غوایي څخه د غېږې چاپېرولو) په نوم پیل شو او په ټوله نړۍ کې یې شهرت ترلاسه کړو.

د نیدرلینډ یو بزګر اوسیدونکی وایي، چې د همدې موخې لپاره له تېرو ۱۴ کلونو څخه دده فارم ته ډېری کسان د غوایانو لېدلو ته راځي.

ویل کېږي، چې له غوایي څخه غېږه چاپېرول د انسان رواني روغتیا ته خورا ګټور تمامېږي او د ذهني فشار څخه مو په ژغورلو کې مرسته کولی شي. دغه راز وایي چې له غوایي څخه د غېږې چاپېرولو په سبب د انسان په بدن کې د Oxytocin په نوم هورمون خارجېږي، چې د فشار په کموالي او د مثبت فکر په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

د فشار د ختمولو لپاره دا روغتیایي طریقه Cow Hugging Therapy په نوم یادېږي، چې عموماً د دریو ساعتونو لپاره دوام لری. خو زیاتره وخت د غوایانو طبیعت پورې اړه لري، ځکه چې ځینې غوایان له انسانانو لرې تښتي.

په دې اړه یوه څېړنه هم په کال ۲۰۰۷ ز کال ترسره شوې او په Applied Animal Behavior Science ژورنال کې خپره شوې وه. د څېړنې له مخې موندل شوي و، کله چې انسانان د غوایانو څنګ ته ځي او مینه ورسره کوي، نو غوایان ډېر خوشحالېږي. چې ددې مانا دا ده چې پورته ذکر شوې طریقه د څارویو لپاره هم ګټوره تمامېدلی شي.

اوس مهال د Cow Hugging Therapy میتود څخه په سوټزرلینډ، روټرډیم او د امریکا په متحده ایالاتو کې ګټه اخیستل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د موبايلونو شوقي

د پخوانو او زړو موبايلونو شوقي

ژوند له ځيرکو موبايلونو څخه مخکې څنګه و؟ په دې اړه به ډېر خلک بېلا …