کورپاڼه / بېلا بېل / ايا په هوا (الوتکه) کې واده کول غواړئ؟ له مصارفو يې دلته خبر شئ
الوتکه ١

ايا په هوا (الوتکه) کې واده کول غواړئ؟ له مصارفو يې دلته خبر شئ

د کورونا ويروس له امله په ٢٠٢٠ کال کې سلګونو کسانو چې ودونه يې پلان کړي و، وځنډول، ځينو خلکو خو بيا ډېر په ساده ډول ودونه وکړل.

اوس هم په ځينو هېوادونو کې دا اجازه نشته، چې په واده کې د ډېر خلک راوغواړي، خو اوس يو شرکت د داسې خلکو لپاره يوه جالبه لار راپېدا کړې ده او په الوتکه کې يې د واده وړانديز کړى دى.

اوس تاسې کولاى شئ چې په هوا (الوتکه) کې واده وکړئ، خو د دې لپاره تاسې بايد ډېرې پېسې هم ولرئ.

د (اير چارټر سروس) په نوم يو شرکت په شخصي الوتکو کې د واده لپاره د خلکو نومونه ليکي، چې همدا الوتکه به دوى بيا د هني مون لپاره هم وړي.

د دغه شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د کورونا له امله ډېرى خلکو خپل ودونه ځنډولي دي او له همدې امله دوى يادو خلکو ته يو ځانګړى بندوبست کړى دى، تر څو خپل ودونه يادګاري کړي.

الوتکه ٢

د شرکت له لوري دوه کسان يا له دوه څخه ډېرو کسانو لپاره د واده بندوبست کېږي، چې پکې ډوډۍ به هم شامله وي او همدا راز دوه ساعته پرواز به هم پکې ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، الوتکه به کوم لوري ته الوځي، دا به د واده جوړې له لوري له مخکې څخه ټاکل کېږي، تر څو الوتکه مشخص ځاى ته لاړه شي.

دوى وايي، چې د ٢٠٢٠ کال حالت ډېر بل ډول دي، خو دوى د داسې کسانو لپاره چې غواړي ودونه وکړي، يو په زړه پورې بندوبست کړى دى، تر څو په هوا کې واده وکړي.

په دې ودونو کې به تر ټولو زيات ١٦ کسان برخه اخلي چې ٢٨ زره امريکايي ډالر به پرې مصارف راځي، همدا راز په دوه کسانو په بيا ١٨ زره امريکايي ډالر مصارف راځي.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه خاوند او ماشوم

څنګه د ماشومانو د موبايل کارولو وخت را کم کړو؟

نن سبا ټابلیټ او ځیرک موبایلونه مخ په ډېرېدو دي یا داسې یې وګڼئ، چې …