کورپاڼه / روغتيا / د کونځلې د تیلو حیرانوونکي ګټې
کونځلې

د کونځلې د تیلو حیرانوونکي ګټې

د کونځلې تخم څخه له ډېره وخته د تیلو په ډول او یا هو نورو محصولاتو لکه د ډوډۍ په تیارولو کې کار اخیستل کېږي.

په نړۍ کې له ۷۰ سلنه کونځلو څخه د تیلو او خوراکي موادو پخ جوړولو کې ګټه اخیستل کیږي.

د کونځلې تخم غوره غذایي ارزښت لري او د غوړو او پروټیني موادو څخه بډایه ګڼل کېږي، چې په جاپان کې یې مهم غذایي خوراک بولي. خو اوس په یو څېړنېز راپور کې د کونځلې د تخم په اړه ډېرې حیرانونکي ګټې په ګوته شوي، چې د پوستکي او ویښتانو سربېره د نورو ناروغیو څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.

د سوخت لپاره:

که چېرې سوخت اوږدمهاله شي، زیان رسونکي او د ناروغیو لامل ګرځېدلی شي، نو مهمه ده چې د امکان تر حده یې مخنیوی وشي. په یوه څېړنیز راپور کې راغلی چې د کونځلې تیل د سوخت د کمولو لپاره خورا ګټور دي. راپور زیاتوي چې د کونځلې تیل د سوخت رامنځته کوونکو عناصرو لکه نایټریک اکسایډ په کمولو کې مهم رول لري او په دې برخه کې باید زیاتې څېړنې وشي.

د زړه لپاره ګټور دي!

اوس وخت په مارکیټونو کې ښه، بد یا ضرر لرونکي تیل شتون لري، خو د کونځلې په تیلو Saturated and mono saturated په نوم ماده وجود لري، چې Saturated ماده یې لږ ده او د همدې مادې کموالی د زړه د ناروغیو او کولیسټرولو په کنټرولولو کې مهم تمامېږي. دغه راز د Omega 6 fatty acids هم د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي، چې د کونځلې تیل ترې برخمن دي. په یوه څېړنه کې چې په موږکانو ترسره شوې وه، معلومه شوه چې د کونځلې تیل د زړه د ناروغۍ مخه نیسي او د شیریانونو د راټولېدنې مخنیوی کوي.

د وینې د شکر کچه مو برابروي!

د کونځلې تیل د وینې د شکر په ثابت ساتلو کې هم مرسته کولی شي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو لپاره چې د شکر ناروغي لري ګټور ګڼل کېدلی شي. په یوه څېړنه کې چې په شکر لرونکو موږکانو ترسره شوې وه، دوی ته تر ۴۲ ورځو پورې ۶ سلنه د کونځلې تیل د دوی په خوړو کې واچول شول او په نتیجه کې معلومه شوه، چې د دوی د شکر کچه د پام وړ را ټیټه شوې ده. دغه راز د کونځلې تیل د اوږدې مودې لپاره د وینې شکر هم کنټرولی شي.

په ۴۶ کسانو د ترسره شوې څېړنې له مخې چې ۹۰ ورځې ورته په خالي معده د کونځلې تیل ور کړل شوي و، معلومه شوه چې د دوی د شکر او هیموګلوبینو کچه یې را ټیټه کړې ده.

خوب مو ښه کوي!

یوې څېړنې موندلې چې له ۷ څخه تر ۳۰ دقیقو پورې د پوستکي غوړول مو تر دوو اونیو پورې خوب او ژوند ښه کولی شي.

د درد لپاره!

ځینو ​​څېړنېز راپورونه کې راغلي، چې د کونځلې په تیلو د لاسونو او پښو مساج کول مو درد کمولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …