کورپاڼه / بېلا بېل / د ١٨ کلنې نجلۍ اوږده ويښتان، نړيوال ريکارډ يې مات کړ
اوږده ويښتان

د ١٨ کلنې نجلۍ اوږده ويښتان، نړيوال ريکارډ يې مات کړ

د نړۍ تر ټولو اوږده ويښتان لرونکې هندۍ نجلۍ نيلانشي پټيل د دريم ځل لپاره خپل نړيوال ريکارډ مات کړ او نوى ريکارډ يې جوړ کړ.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند د ګجرات ايالت د موداسه سيمې اوسېدونکي نيلانشي په نوم نجلۍ په ٢٠١٨ کال کې د نړۍ د اوږدو ويښتانو لرونکې نجلۍ ريکارډ جوړ کړى و او د ريکارډونو نړيوال کتاب ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ کې يې نوم ثبت شوى و، چې ورپسې په ٢٠١٩ کال کې يې خپل ريکارډ يو ځل بيا مات کړ.

تېر کال د نيلانشي عمر ١٧ کاله و او د هغې ويښتان ٦ فوټه او ٢ انچه اوږده و، له دې مخکې په ٢٠١٨ کال کې د هغې عمر ١٦ کاله و او د ويښتان اوږدوالى يې ٦ پنځه فوټه او ٦ انچه و.

اوس د دريم ځل لپاره په ٢٠٢٠ کال کې چې نيلانشي د ١٨ کلونو ده، نو د نړۍ د اوږدو ويښتانو لرونکو نجلۍ ريکارډ يې يو ځل بيا په خپل نوم او په ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ کې ثبت کړ.

د نړيوالو ريکارډونو ثبتونکي ټيم د نيلانشي پټيل ويښتان د هغې له کليزې يوه ورځ مخکې وکتل، نو د هغې ويښتان ٦ فوټه او ٦.٧ انچه و.

نيلانشي وايي، چې په ٦ کلنۍ کې د هغې ويښتان ناسم پرې شوي و، چې له هغه وروسته يې د ويښتانو د نه کمولو يا نه پرې کولو پرېکړه وکړه او له تېرو ١٢ کلونو راهيسې يې خپل ويښتان نه دي کم کړي.

نوموړې وايي: ((ما هېڅ کله هم دا فکر نه و کړى چې د اوږدو ويښتانو له امله به زه نړيوال ريکارډ جوړ کړم، پرته له کومې وجې خپل ويښتان اوږده کړي و.))

يو کال مخکې هم خپل ريکارډ ماتونکې نجلۍ وايي، چې زما ملګرې ماته د ويښتانو ملکه وايي، ما له تېرو ١١ کلونو راهيسې د ويښتانو لپاره هېڅ درملنه يا درمل نه دي کارولي.

نيلانشي وايي، چې اوږده ويښتان يې له ځمکې سره لګېږي، نو له همدې امله اوس د اوږده بوټان يا سينډل په پښو کوي، د نړيوال ريکارډ جوړول او بيا خپل ريکارډ ماتولو په برخه کې زما کورنۍ هم ماسره مرسته کړې ده، په ځانګړې توګه زما مور.

نيلانشي وايي، هر کله چې مې ويښتان جوړوم، نو مور مې راسره مرسته کوي، په اونۍ کې يو ځل ويښتان وينځم او غوړوم يې، د ويښتانو د وچولو لپاره د لمر رڼا ډېره ګټوره ده.

Loading...

دا هم ولولئ

هندۍ ښځه

د هند هغه ايالت چې نارينه بې واکه او ښځې واکمنې دي

د هند په هیواد کې د کاسي قبیلې ښځینه و، نارینه بې وسه یا بې …