کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ايليمينېټر لوبه: نن بېنګلور او حېدراباد د مخکې تګ لپاره مخ کېږي
ويراټ کوهلي او ډيويډ وارنر

اى پي ايل ايليمينېټر لوبه: نن بېنګلور او حېدراباد د مخکې تګ لپاره مخ کېږي

پرون د اى پي ايل لومړۍ کواليفاير لوبه د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز ترمنځ ترسره شوه، چې ممبۍ انډينز په زړه پورې لوبه وکړه او د چټکې توپوهنې تر څنګ يې زبردسته توپ اچونه هم ترسره کړه چې ډيلي ته يې د ٥٧ منډو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.

نن د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ايليمينېټر لوبه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

په روان ٢٠٢٠ اى پي ايل کې دواړه لوبډلې دوه ځلې مخ شوې دي او يو يو لوبه کې يې بريا خپله کړې ده، په نننۍ مهمه لوبه کې به وکتل شي چې څوک مخکې ځي.

نن چې هرې لوبډلې بريا خپله کړه، هغه به دويمې کواليفاير لوبې ته لار پېدا کړي، چې هلته به د ډيلي کاپيټلز لوبډلې سره مخ شي او هلته چې هرې لوبډلې بريا خپله کړه، په اى پي ايل کې به د ممبۍ انډينز لوبډلې سره ولوبېږي.

که د ليګ پړاو وروستيو لوبو ته وکتل شي، نو د سنرايزرز حېدراباد لوبډله ښه روانه ده، ځکه خپلې درې واړه وروستيو لوبو کې يې بريا خپله کړې ده او ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړې ده، بل لور ته بيا د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په وروستيو درې لوبو کې ماتې خوړلې ده.

د ليګ پړاو په جدول کې حېدراباد په دريم او بېنګلور په څلورم مقام کې وې.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، وريديمان ساها (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، کين ويليمسن، پريام ګرګ\ابيشيک شرما، جېسن هولډر، عبدالصمد، راشد خان، شهباز نديم، سنديپ شرما او ټي ناټاراجن.

رايل چېلنجرز بېنګلور: ديودت پاډيکال، جوش پيليپ، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز (ويکټ ساتونکى)، شيوام ډوبى، کريس موريس\معين علي، واشينګټن سندر، ايسورو ادانا، شهباز احمد\نوديپ سېني، محمد سراج او يوژيندرا چاهل.

Loading...

دا هم ولولئ

ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز

اى پي ايل: د ډيلي او ممبۍ او بېنګلور او حېدراباد ترمنځ مهمې لوبې ترسره کېږي

نن د اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ …