کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / سامسنګ د Foldable flagship دویم ویرژن او ویوو خپل G5 او S7A موبايلونه معرفي کړل
موبايلونه

سامسنګ د Foldable flagship دویم ویرژن او ویوو خپل G5 او S7A موبايلونه معرفي کړل

سامسنګ د Foldable flagship موبایلونو دویم داسې ویرژن معرفي کړو، چې د ګلیکسي نوم پرې نه دی لیکل شوی.

سامسنګ دا موبایل د چین په هیواد کې Samsung W21، 5G په نوم معرفي کړی، چې د Galaxy Z Fold 2، 5G سره ډېر ورته والی لري. دا موبایلونه 12 GB ریم، 512 GB حافظه لري، خو د Galaxy Z Fold 2 څخه لږ غټ دی. دغه راز 4500MIA بیټري او شاتنۍ درې کمرې لري، چې درې واړه یې 12 میګا پکسله دي او دوه کمرې یې په مخکینۍ خوا کې دي، چې 10 میګا پکسله دي.

دا موبایلونه د چین په مارکیټونو کې شل زره چینایې یوان قیمت لري.

په ورته وخت کې ویوو هم خپل 5G، S7A موبایلونه معرفي کړل، چې د Vivo Y73، 5G سره ډېر ورته والی او دواړه ماډل موبایلونه یو ډول ریم، یو ډول حافظه، یو ډول پروسیس کوونکی او یو ډول د کمرې د موقیعت ځای لري.

دا موبایلونه 6.44 انچه سکرین، 16 میګا پکسله سلیفي کمره، 8 GB ریم، 128 GB حافظه او 4100 MIA بیټرۍ لري.

د موبایل په شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري، چې اصلي کامره یې 64 میګا پکسله، بله یې 8 میګا پکسله او دریمه یې 2 میګا پکسله ده.

د 5G، S7A موبایلونه تور، نیلي رنګه او سلوري رنګونه لري، خو لا تر اوسه یې د قیمت په اړه څه نه دی ویل شوي، خو یاده دې وي چې ددې ډول موبایلو بیه ډېرې لوړې نه وي.

یاده دې وي، څو ورځې مخکې سامسنګ د نړۍ د سمارټ موبایلونو لوی شرکت ګڼل شوی و، چې له دې مخکې دا مقام له هواوي سره و.

د یو راپور له مخې ویل کېږي، سامسنګ د ۲۰۲۰ کال کال له جولایي څخه تر سپتمبر میاشتو کې اول مقام ترلاسه کړ، راپور زیاتوي، چې په دې دریوو میاشتو کې د سامسنګ تولیدات ډېر پلورل شوي او له همدې امله لومړی مقام لري، هېر دې نه وي، چې ویوو له اوپو وروسته په شپږم نمبر کې ځای لري.

Loading...

دا هم ولولئ

وټساپ

په وټساپ کې دوه نور بدلونونه هم راغلل

د وټساپ کاروونکو لپاره د خوشحالۍ خبر دا دى، چې په وټساپ کې تازه دوه …