کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټرينټ راکيټس لوبډلې راشد خان له ځان سره وساته
راشد خان

ټرينټ راکيټس لوبډلې راشد خان له ځان سره وساته

د سليزې کرکټ ليګ يا The Hundred Cricket د لومړي پړاو سياليو لپاره د ټرينټ راکيټس لوبډلې راشد خان يو ځل بيا هم له ځان سره وساته.

دا ليګ چې د ٢٠٢٠ کال په ګرميو کې په انګلستان او ويلز کې ترسره کېدونکى و، د کورونا له امله يې لومړى پړاو وځنډېده او اوس به يې لومړى پړاو په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې ترسره شي.

په دې ليګ کې ٨ لوبډلې ګډون لري، چې د ډرافټ له لارې يې د سياليو لپاره لوبغاړي هم اخيستي و، خو له ځنډېدو وروسته هر څه پاتې شول، اوس به يو ځل بيا لوبډلې لوبغاړي اخلي او ځينې به هغه لوبغاړي، چې مخکې يې اخيستي و، له ځان سره وساتي.

په دې لړ کې د ټرينټ راکيټس لوبډلې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان له ځان سره ساتلى دى، چې په ٢٠٢١ کال کې به د يادې لوبډلې لپاره ولوبېږي.

د ټرينټ راکيټس لوبډلې د راشد خان تر څنګ اليکس هيلز، کيترين برنټ او ايليس ويلاني هم د راتلونکي پړاو لپاره له ځان سره ساتلي دي.

تېر کال راشد خان لومړنى لوبغاړى و چې په ٢٠١٩ کال کې اخيستل شوى و، همدا راز سږکال هم نوموړى لومړنى بهرنى لوبغاړى دى چې يوې لوبډلې له ځان سره ساتلى دى.

راشد خان په دې اړه وايي، چې دا زما او زما د هېواد لپاره ډېره ستره د وياړ خبره ده چې په دې سياليو کې د لومړي لوبغاړي په توګه غوره شوى دى.

نوموړى همدا راز وايي، چې د (دي هنډريډ) سياليو ته ډېر لېواله يم او ډېر به خوشحاله يم چې د ټرينټ راکيټس لوبډلې سره ولوبېږم او له دوى سره پاتې شم.

د هنډريډ کرکټ

د (دي هنډريډ) کرکټ ليګ کې به هره پاڼۍ کې ١٠٠ توپونه ترسره کېږي، د هر ١٠ توپونو څخه وروسته به د توپ اچونې ځاى بدلېږي، هر لوبغاړى کولاى شي چې ٥ يا ١٠ توپونه پرلپسې وکړي او په يوه پاڼۍ کې يو توپ اچونکى يوازې ٢٠ توپونه ترسره کولاى شي.

په دې سياليو کې به د ٢٥ توپونو پاور پلى وي، او د پاور پلى پر مهال به له دايرې څخه يوازې ٢ ډګر ساتونکي بهر وي.

په دې سياليو کې ٨ لوبډلې ګډون لري، خو تراوسه پورې د راتلونکي کال مهالوېش نه دى اعلان شوى، چې دا سيالۍ به په کومه مياشت کې ترسره شي او څومره لوبې به پکې وشي.

Loading...

دا هم ولولئ

سډني تنډر ښځينه لوبډله

د ښځينه بيګ باش ليګ اتلولي د سډني تنډر لوبډلې وګټله

د ښځينه بيګ باش سياليو په پايلوبه کې د سډني تنډر ښځينه لوبډلې زبردسته لوبه …