کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو سپی د ښاروال په توګه وګومارل شو
سپى

په امریکا کې یو سپی د ښاروال په توګه وګومارل شو

اوس مهال چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې روانې دي او خلک یې د نوي ولسمشر ټاکل کېدو ته په تمه دي. چې په ورته وخت کې د امريکا په یو ایالت کې د ښاروالۍ لپاره انتخابات سپي ګټلي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د امریکا د کینټکي ایالت په یو کوچني ښار کې، چې (اوهای) سیند په غاړه پروت دی، د Rabbit Hash Historical Society ټولنې لخوا د ښاروالۍ لپاره د انتخاباتو په نتیجه کې (ولبر) نومی فرانسوي سپی ښاروال ټاکل شوی دی.

ددې ټولنې اوسیدونکو خپلې رایې د متحده ایالاتو له Dollar fund سره واچولې، چې په پایله کې یې د ۱۳۱۴۷ رایو په ترلاسه کولو ولبر بیسټ نومي فرانسوي سپی تر ښاروالۍ ورسېدو. ویل کېږي چې ولبر بیسټ Rabbit Hash Historical Society لخوا تایید او پر فیسبوک یې اعلان هم شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ذکر شوې ټولنې لخوا سپی د ښاروال په توګه ګومارل کېږي، بلکې دوی له ۱۹۹۰ ز کال راهیسې په هرو څلورو کلونو کې یو سپی د ښاروال په توګه ټاکي.

یاده دې وي، چې څه موده مخکې د هندوستان په هیواد کې یو سپی د فوځي مراسمو په ترڅ کې خاورو ته سپارل شوی و. ویل کېده، چې دي سپي تر شپږ زرو کسان ژغورلي و.

بله خوا د ایټالیا په سردینیه سیمه کې د سپیانو د روزنې په فارم کې یو داسې سپی زېږېدلی، چې رنګ یې شین دی. د فارم څښتن کرسټین میلو وایي چې دې جلا او ځانګړي رنګ ته ډېر حیران دی او د همدې رنګ پر اساس یې پرې د (پستې) نوم هم ایښی. میلو زیاتوي، چې د پستې نوم یې پرې ځکه ایښی، چې دا مېوه د هر چا د خوښې وړ ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ګرانبيه صابون

د نړۍ تر ټولو ګرانبيه صابون، يو دانه په ٢٨٠٠ ډالر دى

تاسې به د ډېرو ګرانبيه شيانو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته د يو …