کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ ناکامه رييس فرهان يوسفزي ته ولې ستاينليک ورکړل شو؟
فرهان يوسفزى (2)

د کرکټ بورډ ناکامه رييس فرهان يوسفزي ته ولې ستاينليک ورکړل شو؟

پرون د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون له لوري څلورم کانګريس ترسره شو، چې په دې کانګريس کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي ته هم د هغه د غوره خدماتو په لړ کې ستاينليک ورکړل شو.

نوموړي ته دا ستاينليک په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د فرهان يوسفزي پر ضد لاريونونه ترسره شوي دي او خلک يې د ليرې کولو غوښتنه کوي.

نوموړى چې له څو مياشتو راهيسې په لندن کې و، تېره ورځ بېرته هېواد ته راستون شوى دى او تېره ورځ يې د ادارې له کارمندانو او نوي اجراييه رييس سره هم ليدلي دي.

د کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ له بوديجې څخه د ياد فدراسيون د کانګريس لپاره زياتره مصارف په غاړه اخيستي و، چې په دې لړ کې يې شاوخوا ١٠ زره امريکايي ډالر مصارف په دغه کانګريس کې کړي دي، چې په ځواب کې په کانګريس کې د فرهان يوسفزي کړنې وستايل شوې او هغه ته ستاينليک هم ورکړل شو.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د کرکټ بورډ د وياند نظر واخلو، خو د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

د افغانستان ورزشي خبريالانو فدراسيون په ياده کړنه په ټولنيزو رسنيو کې هم نيوکې شوې دي. يو شمېر ورزشي خبريالانو هم په دې تړاو پوسټونه کړي دي او د فدراسيون دا چاره يې غندلې ده.

د افغانستان ورزشي خبريالانو فدراسيون دويم مرستيال ابراهيم مومند بيا په فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې نور د ياد فدراسيون له دندې څخه استعفا ورکوي.

هغه ليکلي دي: ((زه هم د دې فدراسيون د دويم مرستيال دنده پرېږدم او ترې له نن څخه استعفا کوم. يادونه: په ننني کانګريس او ايوارډونو کې د پخوا په څېر زه هېڅ قسم دخيل نه وم.))

ابراهيم مومند

د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون ځينو غړو بيا په فېسبوک کې ليکلي دي، چې دوى فرهان يوسفزي ته ستاينليک نه دى ورکړى، بلکې تنديس يې ورکړى دى او دا يې درې واړه ورزشي ادارو ته ورکړى دى، ځکه چې کرکټ بورډ د ټايټل مالي ملاتړ کوونکى و.

سميع سيرت

خو د افغانستان کرکټ بورډ په خپله خبرپاڼه کې وايي، چې د افغانستان د ورزشي خبريالانو فدراسيون د فرهان يوسفزي هڅې او لاسته راوړنې وستايلې. دوى په خبرپاڼه کې همدا راز ويلي دي، چې د کرکټ بورډ له لوري ورزشي خبريالانو ته د کرکټ پوهاوي ورکشاپ هم ترسره شو.

د کرکټ بورډ خبر

د يادولو وړ ده چې فرهان يوسفزى شاوخوا دوه کاله مخکې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس ټاکل شوى دى او له هماغه ورځې راهيسې، نوموړى پرته له دې چې په اداره کې خپل کسان پراشوټي مقرر کړي، بل هېڅ کار نه دى ترسره کړى.

هغه کسان چې د افغانستان کرکټ باندې ژور نظر ساتي، وايي چې د فرهان يوسفزي دوره تر ټولو ناکامه دوره ده، خو هېڅوک د پوښتنې نشته.

بل لوري ته د ميليون جام ليګ چې په خوست کې ترسره کېدونکى و، فرهان يوسفزي يې مخه ونيوله او په همدې لړ کې د هغه پر ضد په خوست، کابل، کندوز، کونړ او نورو ولايتونو کې لاريونونه هم وشو.

Loading...

دا هم ولولئ

فخر زمان

فخر زمان کرنټين او د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى فخر زمان د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو …