کورپاڼه / د لوبو راپورونه / حېدراباد د بېنګلور لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره کواليفاير ٢ لوبې ته لار پېدا کړه

حېدراباد د بېنګلور لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره کواليفاير ٢ لوبې ته لار پېدا کړه

د سنرايزرز حېدراباد لپاره کين ويليمسن په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې حېدراباد د ٦ ويکټو په توپير د بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه. حېدراباد کواليفاير ٢ لوبې ته لار پېدا کړه او بېنګلور کور ته ستنه شوه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ايليمينېټر لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډيويډ وارنر پچه وګټله او لومړى يې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې، چې له ډلې يې اې بي ډيويليرز ډېرې منډې ترلاسه کړې، هغه په ٤٣ توپونو ٥٦ منډې وکړې او ارون فنچ بيا ٣٢ منډې وکړې. همدا راز ويراټ کوهلي په ٦ او ديودت پاډيکال په ١ منډه وسوځېدل.

اې بي ډيويليرز

د سنرايزرز حېدراباد له لوري جېسن هولډر په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٤ اورونو کې يې ٢٥ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ټي اناټا راجن په ٤ اورونو کې ٣٣ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، ١ ويکټ شهباز نديم هم ترلاسه کړه. راشد خان بيا په ٤ اورونو کې ٢٢ منډې ورکړې، خو کومه ويکټ يې په برخه نه شوه، خو معين علي يې د منډې پر مهال وسوځاوه.

د ١٣٢ منډو هدف د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د دوى له لوري کين ويليمسن ٥٠ ناسوځېدلې، منيش پانډى ٢٤، جېسن هولډر ٢٤ ناسوځېدلې او ډيويډ وارنر ١٧ منډې وکړې.

کين ويليمسن

د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري محمد سراج ٢، اډم زمپا او يوژيندرا چاهل ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کين ويليمسن ته ورکړل شوه.

د نننۍ لوبې په بريا سره سنرايزرز حېدراباد د اى پي ايل کواليفاير ٢ لوبې ته لار پېدا کړه او د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې سفر په اى پي ايل کې پاى ته ورسېد.

د اى پي ايل دويمه کواليفاير لوبه په د ډيلي کاپيټلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ د نومبر په ٨مه نېټه د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسون شناکا

ډمبوله وايکينګ د ٢٨ منډو په توپير د کولمبو کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ډمبوله وايکينګ لوبغاړو ښه توپوهنه او ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د ٢٨ …