کورپاڼه / جالب / په جاپان کې یوه پیټۍ نارنج په ۷۴۰۰۰۰ افغانۍ لیلام شول
نارنج

په جاپان کې یوه پیټۍ نارنج په ۷۴۰۰۰۰ افغانۍ لیلام شول

په تصویر کې ښودل شوې پیټۍ ۱۰۰ نارنجان لري او په ۹۶۰۰ ډالر پلورل شوې ده.

تاسې به کوچني کینو ته ورته نارنج په څو افغانۍ واخلئ؟ ممکن ډېره کمه بیه یې ووایئ، خو جاپانیانو دا کار وکړو او د یو نارنج په سر یې ۷۲۰۰ افغانۍ ورکړې.

د یو نوي راپور له مخې ویل کېږي، د جاپان هیواد د مېوو په یو مارکیټ کې، یو کریټ نارنج په ۹۶۰۰ ډالر وپلورل شو، چې له اخیستو مخکې پرې تر ډېره بولي هم ترسره شوه. راپور زیاتوي، چې دا ډول نارنج د خوند او ذایقې له مخې خورا مشهور دی او جاپانیان ګران بیه مېوې په ډېر شوق سره خوري. یاده دې وي چې همدغه جاپاني اخیستونکي له دې مخکې هم په هندواڼو ۲۷۰۰۰ ډالر ورکړي و.

دې ډول نارنج ته په جاپان مې د (میکان) نوم اخلي او تېره ورځ پنجشنبه د جاپان د توکیو ښار په هول سیل مرکزي مارکیټ کې یو کریټ یې ۷۴۱۵۰۰ افغانیو وپلورل شو.

ددې ډول نارنج بشپړ نوم Satsuma Mandarin Orange دی، چې د ایهاییم په ټاپو کې په ډېره ښه توګه کرل کېږي. وایي چې ددې ډول نارنج پوستکی ډېر نری وي، چې په اسانۍ سره سپینېدای شي او دننه په زیاته اندازه اوبه هم لري.

ویل کېږي، چې هره خوږه مېوه خولې ته په اچولو سره سمدستي ښه اوبه کېږي، چې له دې ډلې د Brand Hinomaro نوم هم اخیستلی شو. دا ډول نارنج په ډېره لږه ساحه کې کرل کېږي، چې د همدې لپاره یې ۱۰۰ روزل شوي بزګران په کار اچولي تر څو د غوره کیفیت لرونکي نارنج وکري.

د Satsuma Mandarin Orange نارنج په نورمال توګه لس کیلویي پیټۍ په ۷۵ ډالر پلورل کېږي خو دا ځل یې پلورلو ریکارډ جوړ کړ.

یاده دې وي، چې تېر کال د روبي انګورو ۲۴ وږي په ۱۱۰۰۰ ډالرو لیلام شوي و او په همدې سبب ویلی شو، چې په جاپان کې د ګران بیه مېوو اخیستل عادي خبره ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ټايټينيک ١

اوس تاسې هم د ډوب شوي ټايټينک ننداره کولاى شئ، خو له مصارفو يې دلته خبر شئ

په سمندر کې به تراوسه پورې څومره ډېرې کشتۍ يا سمندري جهازونه ډوب شوي وي، …