کورپاڼه / روغتيا / امرود مو دفاعي قوت ډېروي
امرود

امرود مو دفاعي قوت ډېروي

امرود ستاسو د عمومي روغتیا لپاره ډیرې ګټورې ځانګړتیاوې لري. نو د ژمي په موسم کې یې د خوند سربېره د دفاعي سیستم د قوي کولو لپاره هم استعمال کړئ.

د ژمي په رارسېدو او د تودوخې په کمېدو باید خپل غذایي رژیم ته پام وکړو. د هر موسم سره مطابق خواړه خوړل مو صحتمند ساتي. لکه څنګه چې په هر موسم کې بېلابېلې مېوې او سابه وي، نو ترې ګټه اخیستل هم د انسان بدن لپاره د اړتیا وړ مواد برابروي ترڅو سالم پاتې شي.

امرود یو له هغو میوو څخه دی چې معمولاً د ژمي په موسم کې وي. دا میوه ددې سربېره چې ډیرې روغتیایي ګټې لري، پوستکی یې هم له ګڼو روغتیایي ګټو څخه برخمن دی. راځئ چې د امرودو هغه ګټې بیان کړو، چې روغتیاپالانو ښودلي.

د امرودو حیرانونکې ګټې:

امرود ١

دفاعي سیستم ته قوت ورکوي

د سي ویټامین د دفاعي سیستم په وده کې مهم رول لوبوي او په امرودو کې د ویټامین سي کچه ډېره ښه ده، ددې سربېره د نورو مختلفو ناروغیو خطر هم کمولی شي.

د شکر ناروغانو لپاره

امرود او پوستکی یې دواړه د وینې د شکر کچه کنټرولولی شي. د څېړنو له مخې ویل کېږي، چې امرود او پوستکی یې دواړه د شکر کچه را ټيټولی شي. دا مېوه له معدني موادو څخه بډایه ګڼل کېږي او معدني مواد د شکر لپاره ګټور دي، که د شکر ناروغان یاست، نو له ډاکټر سره مشوره وکړئ، چې د ورځې باید څو امرود وخورئ.

د وزن کمولو او هضم ښه کولو لپاره

امرود له معدني موادو څخه ډک دي او لوړ معدني مواد د کولمو لپاره ډېر ګټور وي او هضم ښه کوي، قبضت ختموي او د وزن په کولو کې هم مرسته کوي.

د وینې فشار ټیټوي

د وینې لوړ فشار کولی شي چې د زړه د ناروغۍ خطر ډېر کړي. په امرودو کې د پوتاشیم او معدني موادو شتون د فشار کچه راټیټوي. د فشار د کچې د ښې ساتلو لپاره ښه خواړه او ښه ژوند غوره کړئ.

پوستکی ښکلی کوي

امرود په زیاته اندازه انټي اکسایډونه لري چې پوستکی له زوړوالي ساتي. دغه راز ویټامین سي د پوستکي د عمومي روغتیا او ښکلي کولو کې هم مرسته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

تر ډېره ناسته

هغه عادت چې د خطرناکو ناروغیو سبب جوړېدلی شي

تر ډېره پورې کېناستل د منځني عمر لرونکي لپاره د مرګ خطر ډېرولی شي، خو …